له قدرته دڅنګة کیدا لپاره د افغان ولسمشر شرط
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104268-له_قدرته_دڅنګة_کیدا_لپاره_د_افغان_ولسمشر_شرط
د افغانستان ولسمشر اشرف غني په یوې لنډې ټيلیویژني  وینا کې د افغانستان ملت ته د حالاتو د کنټرولولو په باب په ډاډ ورکولو سره وئیلي دي ،چې  دی  له سیاسی ډلو ټپلو او سیاستوالانو او  مشرانو  سره  په مشورو بوخت دی او ډیر زر به  دراتلونکي په اړه  یوه مهمه فیصله وکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 14, 2021 10:52 Asia/Kabul
  • له قدرته دڅنګة کیدا لپاره د افغان ولسمشر شرط

د افغانستان ولسمشر اشرف غني په یوې لنډې ټيلیویژني  وینا کې د افغانستان ملت ته د حالاتو د کنټرولولو په باب په ډاډ ورکولو سره وئیلي دي ،چې  دی  له سیاسی ډلو ټپلو او سیاستوالانو او  مشرانو  سره  په مشورو بوخت دی او ډیر زر به  دراتلونکي په اړه  یوه مهمه فیصله وکړي .

 د افغانستان  ولسمشر له قدرته   څنګة کیدا ددغه هیواد د ولس له  غوښتنې  سره  مشروطه وبلله .  

 اشرف غني په کابل کې د ځوانانو دنړیوالې ورخې د درنښت په دستورو کې  پخپلې وینا کې  ووئیل ،  زمونږ کوم ګاونډي هیواد  نه ،بلکې  یوازې د افغانستان  ولس  دهغه دجانشین دټاکلو فیصله کولی شی .

د اشرف غني دغه خبره په داسې حال کې شوې چې  له دې مخکې د پاکستان  لومړی وزیر عمران خان وئیلي  وو ،طالبان  له قدرته د اشرف غني د څنګةکیدا غوښتونکي دي

 د افغانستان  ولسمشر له دې مخکې هم وئیلي وو، د انتخاباتو له لارې د قدرت منتقلیدا ، دهغه د حکومت لپاره  ،یو معامله نه کونکی  اصل دی. 

 په دې زمینې کې  د  ولس  دغوښتنې له لارې  له قدرته د څنګةکیدا لپاره  داشرف غني شرط ، دولسمشرۍ  د پړاؤ له ختمیدا مخکې دقدرت دسپارلو لپاره  دهغه د ناګروهنې  او یا د جنګ د ختمولو لپاره  له طالبانو سره د سیاسی موافقې نه کولو نښه ده .  

د افغانستان  ولسمشر  ښه پوهیږي ، چې  له قدرته د  هغه د څنګةکیدا په باب د ولس دغوښتنې  دمطرح کیدا لپاره  ددغه هیواد داساسی قانون کې کومه مشخصه لاره چاره نشته  او په همدې دلیل ده چې  هغه  له قدرته هر ډول څنګةکیدل  د ولس له غوښتنې سره مشروط کړي دي .

که اشرف غني  د افغانستان په اوسنیو شرائطو کې له قدرته د څنګةکیدا ته کومه ګروهنه  درلودلئ ، نو ددغه هیواد د  ولسی اومشرانو جرګو د استازو او  یا دسیاسی ډلو ټپلو  دمشرانو  غوښتنه ئې ، د ولس د استازو او وکیلانو په توګه  له قدرته د څنګةکیدا شرط اعلانولی شو .

خو ډیری سرچینې وائي ، داشرف غني له دغو خبرو داسې بریښي چې  هغه  د افغانستان په میداني شرائطو کې له بدلون پرته  له قدرته څنګةکیدا ته حاضر نه دی او هماغه راز ګروهمن دی چې په قدرت کې شتون ولري .  

 داپه داسې حال کې دي چې  د طالبانو په لاس د افغانستان د ولایتونو په یوه بل پسې په نسکوریدا سره ،  چې  ددغو نسکور شوو ولایتونو شمیر د وروستیو خبرونو ترخپریدو پورې نولسو ولایتونو  ته رسیدلی ، اشرف غني  ، له طالبانو ډلې سره دمقابلې لپاره د وسلوال ځواک په منظمولو کې  په ناکارندوالي تورنوي .  سره له دې چې  د افغانستان پوځ  څه دپاسه درې لکه روزل شوي ځواکونه  لري  چې له پرمختللو پوځي تجهیزاتو  هم برخمن دی ، خو په وروستیو درو میاشتو کې  تر دې دمه  د طالبانو په لاس نولس ولایتونو سقوط کړی دی .

دا ګمان هم شته  د افغانستان  پوځي ځواک  په بشپړ ډول د طالبانو د په شاتنبولو او ددغې ډلې  د پرمختګونو دمخنیوی لپاره  ئې  له ټول ظرفیّتونو بشپړ استفاده نه ده کړې  او د ځينو کارپيژاندو  په وینا، طالبانو د ولایتونو د مرکزونو او ولسوالیو دنیولو لپاره  کوم خاص مشکل هم نه دی درلودلی .  په داسې شرائطو کې  چې له یوه پلوه  اشرف غني   له قدرته د څنګة کیدا لپاره او له بل پلوه د طالبانو له پرمختګ سره مقابلې لپاره ، له ډيرو زیاتو دباؤنو سره مخ شوی دی ، ځینو ارمیکائی  چارواکو هم  په افغانستان کې  ملی ملاحظاتو ته  له پامه پرته ،له قدرته د اشرف غني د مستعفی کیدا غوښتنه کړې ده .

 د امریکا له خوا  د  افغانستان د ولسمشر  د  استعفی  غوښتنه په داسې حال کې  مطرح شوې ، چې  دغه هیواد  له افغانستانه  په غیر مسئولانه وتلو سره ،  ددغه هیواد د مل او حکومت لپاره حالات لاترینګلي کړي دي .

دا لیدتوګه موجوده ده چې  امریکا ددې په ځاي چې د طالبانو پشمول دترهه ګرو ډلو د کنټرولولو لپاره  په افغانستان کې د شل کلن ناکام پوځي شتون په نتیجې کې  د افغانسان دا وسنیو شرائطو  ځواب ویونکي شي ، د افغانستان  د ولسمشرۍ له مقامه  د اشرف غني د څنګةکیدا غوښتونکي شوې ده .

د افغانستان د ډيرو مهمو ولایتونو په توګه د هرات او کندهار پشمول د ولایتونو دمرکزونو دوامدار نسکوریدو او په افغانستان کې  دطالبانو د پرمختګونو چټکتیا ته په پام سره ، دا ګمان  موجود دی چې  ددغه هیواد پلازمینه کابل  به هم ډير زر ددغې ډلې منګولو ته ولویږي  چې  په  هغه مهال کې به د افغانستان سیاسی شرائط لازیات توپیر وکړي.البته په همداوروستیو کې  د افغانستان ولسمشر اشرف غني په یوې لنډې ټيلیویژني  وینا کې د افغانستان ملت ته د حالاتو د کنټرولولو په باب په ډاډ ورکولو سره وئیلي دي ،چې  دی  له سیاسی ډلو ټپلو او سیاستوالانو او  مشرانو  سره  په مشورو بوخت دی او ډیر زر به  دراتلونکي په اړه  یوه مهمه فیصله وکړي .