جلال آباد ښار هم له جګړې پرته طالبانو ونيوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104290-جلال_آباد_ښار_هم_له_جګړې_پرته_طالبانو_ونيوه
په جلال آباد کښې ځايي خبریالان او عام خلک وايي چې وسله وال طالبان دغه  ښار ته دننه شوي او امنیتي ځواکونه ترې له جګړې پرته ووتل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 15, 2021 02:08 Asia/Kabul
  • جلال آباد ښار هم له جګړې پرته طالبانو ونيوه

په جلال آباد کښې ځايي خبریالان او عام خلک وايي چې وسله وال طالبان دغه  ښار ته دننه شوي او امنیتي ځواکونه ترې له جګړې پرته ووتل.

په جلال آباد کښې ځايي خبریالان او عام خلک وايي چې وسله وال طالبان دغه  ښار ته دننه شوي او امنیتي ځواکونه ترې له جګړې پرته ووتل.

تاند خبري سایټ لیکلي چې د راپورونو پر اساس په تېرو دوو اونيو کې کې وسله والو طالبانو وکولاى شول چې له کابل، نورستان، پنجشیر، کاپيسا، خوست، پروان او ميدان وردګو ولايتونو پرته د افغانستان نور ټول ولايتونه تر خپلې ولکې لاندې راولي.

راپورونه وايي چې طالبان د ننګرهار ولایت مقام ته ننوتلي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ووویل  طالبان د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار ته هم ننوتل او په وينا يې د ښار ګڼې سیمې یې ونیولې او دوي د ولایت مقام او امنیه قومندانۍ په لور د پرمختګ په حال کې دي.

پرون په ختيځ کې د لغمان او کونړ ولايتونه هم د طالبانو له لوري تر ولکې لاندې راغلي وو.