طالبان : د خوندي انتقال لپاره خبرې روانې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104314-طالبان_د_خوندي_انتقال_لپاره_خبرې_روانې_دي
د طالبانو له خوا نن په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هېواد پلازمېنه کابل خورا ستر او ګڼ مېشتی ښار دی، طالبان اراده نه لري چې دغه ښار ته په زور او جګړې سره داخل شي، بلکې کابل ښار ته په سوله ییزه توګه د داخلېدو په سر له مقابل لوری سره خبرې اترې روانې دي، ترڅو د انتقال پروسه په باامنه او اطمیناني توګه بشپړه شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 15, 2021 11:05 Asia/Kabul
  • طالبان : د خوندي انتقال لپاره خبرې روانې دي

د طالبانو له خوا نن په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هېواد پلازمېنه کابل خورا ستر او ګڼ مېشتی ښار دی، طالبان اراده نه لري چې دغه ښار ته په زور او جګړې سره داخل شي، بلکې کابل ښار ته په سوله ییزه توګه د داخلېدو په سر له مقابل لوری سره خبرې اترې روانې دي، ترڅو د انتقال پروسه په باامنه او اطمیناني توګه بشپړه شي.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې کابل ښار ته په زور نه ننوځي او له حکومت سره یې خبرې روانې دي څو په سوله ییزه توګه واک ولېږدول شي.

د طالبانو له خوا نن په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هېواد پلازمېنه کابل خورا ستر او ګڼ مېشتی ښار دی، طالبان اراده نه لري چې دغه ښار ته په زور او جګړې سره داخل شي، بلکې کابل ښار ته په سوله ییزه توګه د داخلېدو په سر له مقابل لوری سره خبرې اترې روانې دي، ترڅو د انتقال پروسه په باامنه او اطمیناني توګه بشپړه شي.

سرچینې زیاته کړې، چې د هيچا سر، مال او عزت ته به زیان ونه رسیږي او د کابل ښاریانو ژوند به هم له کومې ستونزې او خطر سره مخ نه شي.

طالبان خپلو ټولو وسله والو ته لارښوونه کړې چې د کابل په دروازو کې ودریږي، ښارته د ننوتو هڅه ونه کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، همدا ډول د انتقال د پروسې تر بشپړیدو پورې د کابل ښار امنیت مقابل لوري ته راجع دی چې باید ويې ساتي.

بلخوا له ارګ څخه په یوه خپره شوې لنډه خبرباڼه کې راغلي چې په کابل ښار کې پراګنده ډزې شوې دي، پر کابل ښار برید نه دی شوی، د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه له نړیوالو همکارانو سره په ګډه د ښار امنیت تأمینوي، وضعیت په کنترول کې دی.