امرالله صالح:
طالبانو ته نه تسلیمیږم
د افغانستان د تیر ولسمشر وړومبي مرستیال امر الله صالح ټینګار وکړ چې طالبانو ته به تسلیم نه شي
د افغانستان د تیر ولسمشر وړومبي مرستیال امر الله صالح ټینګار وکړ چې طالبانو ته به تسلیم نه شي
آریانا نیوز خبري آژانس لیکلي چې د اشرف غني تښتیدلي وړومبي مرستیال په یو غږیز پيغام کښې وویل چې طالبانو رواوالی نه لري او کوم قدرت چې په زور سره ترلاسه کړی شي هغه مشروعیت او رواوالی نه پیدا کوي او له دغې ډلې سره به موافقه ونه کړي.
امر الله صالح زیاته کړه: باید د افغانستان خلک پریښودې شي چې د خپل هیواد د راتلونکي او برخلیک او د حکومت د ډول په هکله فیصله وکړي.
هغه یوځل بیا ټینګار وکړ: د افغانستان د اساسي قانون له مخې، اوس زه د هیواد د ولسمشرۍ سرپرست یم.
دا خبرې په داسې حال کښې بیانیږي چې امر الله صالح څه موده مخکښې په خپل ټویټر باندې لیکلي وو چې د افغانستان د اساسي قانون د څرګند حکم له مخې د ولسمشر د غیبت، تیښتې یا مړینې په صورت کښې د هغه وړومبې مرستیال د ولسمشر سرپرست کیږي.