په بغلان کې د طالبانو او مخالفانو ترمینځ سخت جنګ روان دی
فیروز الدین ایماق زیاته کړې د طالبانو پرونۍ حملې د ولسی پاڅون کونکي ځواک په مقاومت سره له بنو او ده صلاح ولسوالیو په شاتنبول شوي دي .
زمونږخبریال د صداي افغان خبري آژانس له قوله راپور راکړ ، د افغانستان د وبغلان ولایتی شورا یوه غړي فیروز الدین ایماق وئيلي دي ،تر دې دمه په بنو ، اندراب او له پل خمري سره نزدې شاوخوا کې د طا لبانو او ولسی ځواک ترمینځ سخته جګړه روانه ده او طالبانو د غچ اخستنې لپاره ددغو دواړو ولسوالیو کورونه په زوره پلټلي او دو لسی ځواک د کسانو د نیولو نیّت لری چې ناکام شوشوي دي
فیروز الدین ایماق زیاته کړې د طالبانو پرونۍ حملې د ولسی پاڅون کونکي ځواک په مقاومت سره له بنو او ده صلاح ولسوالیو په شاتنبول شوي دي .
د هغه په وینا ، په ا ندراب کې انساني او امنیتی وضعیّت ترینګلی دی او د دغې ولسوالۍ ډیری خلک تښتې ته مجبوره شوي دي . وئيل کیږي ، چې په اندراب کې ولسی پاڅون کونکی ځواک په پنجشیر کې له مقاومتي ځواکه فرمان اخلي ، طالبانو دخبر تر مخابیره کیدا پورې په دې اړه څه نه دي وئیلي.