په افغانستان کې دې میرمنې اسلامی حجاب او ستر ولرل شي
په قطر کې د طالبانو د دسیاسی دفتر ویندوي وئيلي دي ، په افغانستان کې د خبریالانو او مجریانو پشمول ډیری میرمنو خپل فعالیتونه بیرته پیل کړي دی .
تسنیم خبری اژانس راپور ورکړی ،په دوحې کې دطالبانو د سیاسی دفتر ویندوي سهیل شاهین په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، په افغانستان کې میرمنې باید له اسلامی حجابه برخمنې شي .
سهیل شاهین زیاته کړې ده ، په افغانستان کې میرمنې د حجاب درلودلو په شرط دخپلو حقوقو درلودلو ته پابند دي .
په قطر کې د طالبانو د دسیاسی دفتر ویندوي وئيلي دي ، په افغانستان کې د خبریالانو او مجریانو پشمول ډیری میرمنو خپل فعالیتونه بیرته پیل کړي دی .
داپه د اسې حال کې دي چې ځیني افغان میرمنې اندیښمنې دي،چې د دوي د تیرو دوو لسیزو بریاوې ، لکه د زده کړې حق ،کارکسب درلودل او د دوي لومړنۍ آزادۍ د طالبانو په واکوالۍ سره له مینځه ځي .
په افغانستان کې د میرمنو د فعالیت په باب د طالبانو د ویندوي دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې په همداوروستیو کې طالبانو،د ټيلیویژني چینلونو ځينو مجریانو او خبریالانو ته د فعالیّت اجازت نه دی ورکړی .