د افغانستان څه دپاسه یو میلیون ماشومانو سلامتیا ګواښل کیږي
د سختې وچکالۍ ، د کرونا ویجاړونکي اقتصادي او ټولنیزو نتیجو او دژمي د رانزدیکیدو په سبب په راتلونکو میاشتو کې د میرمنو او ماشومانو د انسان دوستۍ اړتیاوې نوره هم زیاتې شي .
آناتولي خبری اژانس راپورورکړی، د ملګروملتو د ماشومانو بسپنې یونیسف ادارې خبرداری ورکړی، د افغانستان کابو یو میلیون ماشومان د ناوړه خواړو او درملو د کمښت په سبب له خطرې سره مخامخ دي .
د یونیسف ادارې اجرائي مدیرې هنریتا فور په یولړ څرګندونو کې ووئیل په افغانستان کې کابو یو میلیون ماشومان ددې لپاره چې ژوندي پاتې شي ، دانسان دوستۍ مرستو ته اړتیا لري او د دوي سلامتیا په خطرې کې ده .
هغې احتمال ورکړ ، د سختې وچکالۍ ، د کرونا ویجاړونکي اقتصادي او ټولنیزو نتیجو او دژمي د رانزدیکیدو په سبب په راتلونکو میاشتو کې د میرمنو او ماشومانو د انسان دوستۍ اړتیاوې نوره هم زیاتې شي .
د افغانستان اته دیرش میلیون نفوسو څخه ، ددغه هیواد په درو کې یوه برخه نفوس د ډيرې زیاتې لوږې له خطرې سره لاس او ګریوان دي .