په پنجشیر کښې له احمد مسعود سره د طالبانو کتنه
د طالب ډلې یو پلاوي د افغانستان په پنجشیر ولایت کښې د دغه هیواد د ملي اتل له زوي احمد مسعود سره ملاقات کړی دی.
د طالبانو ډلې د یو پلاوي غړي پنجشیر ته تلې دي او د افغانستان د ارواښاد ملي اتل احمد شاه مسعود له زوي احمد مسعود سره یې د یوشمیر موضوعاتو په هکله بحث او خبرې اترې وکړې.
ویل کیږي چې د افغانستان پخوانې ولسمشر حامد کرزی هم د طالبانو د دغه پلاوي ملګرتیا کوي.
د دغو خبرواترو د جزئیاتو په هکله تراوسه کوم رپورټ او کره معلومات نه دي ترلاسه شوې.
د ویلو ده پس له دې چې طالبانو خپل وسله وال له څو اړخونو څخه د افغانستان په شمال ختیځ کښې د پنجشیر پر دروازو اودرولي دي، د طالبانو د مخالفو ځواکونو قومندان احمد مسعود وايي چې پنجشیر به طالبانو ته ونه سپاري.
د احمد شاه مسعود زوی ټینګار لري چې د افغانستان د کړکیچ حل لاره خبرې اترې دي خو د مذاکراتو د ماتې په بڼه کښې، له طالبانو سره جنګیدو ته تیار دی.
پنجشیر د افغانستان په شمال ختیځ کښې پروت ولایت دی او نفوس یې د تیرو کلونو د احصائیو له مخې کابو ۱ لاک ۷۳ زره کسان دي او د دغه ولایت مرکز (بازارک) ښار دی. د دغه ولایت خلک فارسي ژبي او زیاتره له تاجک قوم څخه دي.
پنجشیر د افغانستان هغه یوازنې ولایت دی چې تراوسه د طالبانو لاس ته نه دی لویدلې.