په بغلان کښې د طالبانو او د مخالفینو جګړه روانه ده
اوا خبري اژانس وايي د افغانستان په شمال کښې د بغلان ولایت په ځینو سیمو کښې د طالبانو او د هغوې د مخالفانو ترمنیځ جنګ اوس هم دوام لري .
د بغلان د ولایتي شورا غړي فیروز الدین ایماق وویل د طالبانو ضد ځواکونه پرون د بغلان ولایت د خوست ولسوالۍ له خرچ و فلک درې (Pass) څخه د طالبانو په شا تمبولو بریالي شول خو طالبانو بیا په حملې سره د مقاومت ځواکونه په شا وتمبول او د دغه دره په خوا وشا کښې اوس هم تیت پرک جنګ روان دی .
د بغلان د ولایتي شورا غړي فیروز الدین ایمان وویل په دغه جنګ کښې پینځه (۵) ولسي ځواکونه وژل شوي دي .
حاضردمه یوازې «پل حصار» ولسوالۍ د طالبانو ضد ځواکونو په کنټرول کښې ده .
ایماق وویل طالبانو په «ده صلاح» او «بنو »ولسوالیو کښې د کور کور تلاشۍ اخیستل پیل کړي دي او د دغو دوو (۲) ولسوالیو اکثره خلک له خپلو کورونو نورو ځایونو ته تللي دي .