پنجشیر ته د طالبانو د ننوتلو ادعا رد شوه
د طالبانو د مخالفې جبهې د پلاوي مشر پنجشیر درّې ته د ننوتلو په هکله د طالب ډلې ادعا دروغ وبلله.
د طالبانو د مخالفې جبهې د پلاوي مشر پنجشیر درّې ته د ننوتلو په هکله د طالب ډلې ادعا دروغ وبلله.
آریانا نیوز لیکلي چې محمد الماس زاهد پرون وویل: پنجشیر ولایت کښې کراري ده او هیڅ جنګ نشته او طالبانو ته، دغه ولایت ته د ننوتو اجازه نه ورکوله کیږي.
هغه تر راتلونکو دوو ورځو پورې د دواړو لورو ترمینځ د خبرواترو د دویم پړاؤ د ترسره کیدو خبر او خبردارې ورکړ چې د دغو مذاکراتو ماتې به د دواړو لورو لپاره درنه تمامه شي او بهرنیانو ته د لاسوهنې لاره هواروي او که داسې وشي نو په افغانستان کښې به جنګ دوامداره شي.
دا په داسې حال کښې دي چې له دې مخکښې د انعام ا... سمنګاني په نوم د طالبانو یو جګ پوړي غړي پرون ادعا کړې وه چې د دغې ډلې وسله وال بې له نښتې، له څو اړخونو څخه پنجشیر ته ننوتي دي.
د افغانستان د ارواښاد ملي اتل احمد شاه مسعود زوي احمد مسعود ټینګار کړی دی چې د افغانستان یوازنۍ حل لاره خبرې اترې دي خو که مذاکرات کامیاب نه شي نو له طالبانو سره جنګ ته تیار دی.