په افغانستان کې دطالبانو لپاره یو رنګه یونیفورم برابریږي
په درستو هیوادونو کې د امنیتی ځواک ، خپل خاص آرم او یونیفور م لري او کارپيژاندي د یوه یونیفورم او آرم نه درلودل د ناسمې استفادې زمینه ګڼي.
زمونږخبریال د صداي افغان خبري آژانس له قوله راپور راکړ ، د طالبانو ډلې چارواکو وئیلي دي ،د خپلو ځواکونو لپاره ئې د لاښه نظم دټينګولو په خاطر یورنګه یونیفورم برابر کړی دی .
په راپور کې وئيل شوي دي طالبانو وئيلي دي ، د طالبانو په نامې او یونیفورم سره د خلکو دکړولو لپاره دځینو د ناسمې استفادې د مخنیوي لپاره ئې ،دغه اقدام کړی دی .
د طالبانو یوه امنیتی چارواکي مولوي محمدي وئيلي دي ، ددې لپاره چې خلک طالبان او عام خلک پخپلو کې سره وپيژندي ، هڅه کوو ،چې د درستو حوزو د ځواکونو لپاره منظم او مشخص یونیفورم برابر کړو .
په درستو هیوادونو کې د امنیتی ځواک ، خپل خاص آرم او یونیفور م لري او کارپيژاندي د یوه یونیفورم او آرم نه درلودل د ناسمې استفادې زمینه ګڼي.