په پنجشیر کې طالبانو ته درنې مرګ ژوبلې اوښتي دي
پنجشیر ولایت په افغانستان کې یوازینی ولایت دی چې تر دې دمه دطالبانو په کنټرول کې نه دی ورغلی .
ایرنا خبري آژانس راپور ورکړ د افغانستان د پنجشیر ولایت کې د مقاومت جبهې چې مشري ئې داحمد مسعود په غاړه ده ، په یوې اعلامیې کې وئيلي دي بیګا ئې د پنجشیر په شمال کې په خاواک سیمې کې د طالبانوڅو مورچلې نیولي او طالبانو ته هم درندې مرګ ژوبلې اوښتي دي .
په اعلامیې کې وئيل شوي دي په دغې مودې کې د کابل په شمال کې د پروان ولایت مرکز چاریکار هم دطالبانو له نیواکه آزاد شوی دی.
د پنجشیر د مقاومت جبهې د ویندوي علی میثم نظري په وینا ، په وروستیو نښتو کې د طالبانو کابو پنځه سوه کسانو ته مرګ ژوبلې اوښتي دي .
طالبانو هم وئيلي دي په نورستان،بغلان ،پروان او بدخشان ولایتونو کې ئې له څو چورلیزونو په پنجشیر کې د څلورو ولسوالیو په لور پرمختګ کړی دی او دمقاومت جبهې ته ئې یو لړ مرګ ژوبلې اړولي دي .طالبانو بهر ته دپنجشیر دخبرونو دخپریدا دمخنیوي په موخې سره ددغه ولایت انټرنیټ هم غوڅ کړی دی .
د طالبانو په ضد د مقاومت جبهې قوماندان احمد مسعود په کرتو ټينګار کړی ، ددغې ډلې سرزوریو او حملو ته به هیڅکله هم تسلیم نشي او خپل مقاومت ته به هماغه شان دوام ورکړي .
پنجشیر ولایت په افغانستان کې یوازینی ولایت دی چې تر دې دمه دطالبانو په کنټرول کې نه دی ورغلی .