احمد مسعود له طالبانو سره په مبارزې ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105170-احمد_مسعود_له_طالبانو_سره_په_مبارزې_ټینګار_وکړ
شفقنا خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو د مخالفانو مشر احمد مسعود له دغه ډلې سره د مبارزې د دوام غوښتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 04, 2021 10:36 Asia/Kabul
  • احمد مسعود له طالبانو سره په مبارزې  ټینګار وکړ

شفقنا خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو د مخالفانو مشر احمد مسعود له دغه ډلې سره د مبارزې د دوام غوښتنه وکړه .

د افغانستان د پخواني ملي اتل احمد شاه مسعود زوي احمد مسعود نن وویل هیڅکله د خدای ، د ازادۍ او د عدالت په خاطر له مبارزې لاس نه اخلم .

احمد مسعود وویل د افغانستان خلک د اباده ، د ازاده او د خپلواکه هیواد په جوړلو سره خپلې مبارزې ته دوام ورکوي .

پنجشیر یوازنی ولایت دی چې د طالبانو په لاس کښې نه دی او د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني د مرستیال امر الله صالح په څنګ کښې له خپلو ځواکونو سره یو ځای په دغه ولایت کښې دیره دی .

د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو د مخالفو ځواکونو او د طالبانو د غړیو ترمینځ په پنجشیر ولایت کښې جنګونه روان دي او دواړه لوري د پرمختګ ادعا کوي .

په دې زمینه کښې د طالبانو ډلې د مخالفو ځواکونو ویاند فهیم دشتي پرون د څلورسوه پنځوسو (۴۵۰) طالبانو د وژلو او د یوسل دیرشو (۱۳۰) نورو د نیولو خبر ورکړ.

فهیم دشتي وویل د طالبانو غړي له پنجشیر ولایته شاتګ ته مجبوره شوي دي .

له بلې خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم وویل د پنجشیر ولایت کابو شل (۲۰) فیصده ځمکه د دوې په کنټرول کښې ده او زمونږ ځواکونه د  ولایت د مرکز په لور د حرکت په حال کښې دي .