طالبان د یو پراخ بنسټه حکومت د جوړولو په تکل کښې دي
د طالب ډلې د سیاسي دفتر مشر یوځل بیا په افغانستان کښې د پراخ بنسټه او هراړخیز حکومت د جوړولو غوښتونکی شو
د طالب ډلې د سیاسي دفتر مشر یوځل بیا په افغانستان کښې د پراخ بنسټه او هراړخیز حکومت د جوړولو غوښتونکی شو
د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر پرون په دې هکله یوه وینا کښې ویلي دي: طالبان د افغانستان د ټولنې له ټولو پرګنو څخه د یو هراړخیز حکومت د جوړولو په تکل کښې دي.
هغه پرون په یوه وینا کښې وویل چې دغه ډله د افغانستان د ټولنې له ټولو پرګنو څخه یو هراړخیز حکومت جوړول غواړي.
ملا برادر زیاته کړه: طالبان د افغانستان ولس ته ډاډ ورکوي چې د هغوي د معیشتي حالاتو د ښه کولو کوشش به وکړي او پراخ بنسټه حکومت به د ټولو په وړاندې مسئول وي او په هیواد کښې به امنیت ټینګ کاندي.
هغه د افغانستان اقتصادي پراختیا ضروري وبلله او ټینګار یې وکړ چې طالبان په دې برخه کښې خپل پوره پوره کوشش کوي.