د پنجشیر وروستي حالات
د طالبانو له خوا د خپرو شویو تصویرونو له مخې د دغې ډلې کسان د پنجشیر د ولایت د دفتر مخې ته ولاړ دي او په ولایت مقام یې خپل بیرغ لګولی دی.
له کابله د ایران د راډیو او ټیلیویژن خبریال رپورټ راکړی چې د دغو تصویرونو له مخې د طالب ډلې کسانو هم داشان په پنجشیر کښې د شهید احمد شاه مسعود په مزار کښې په شتون سره د هغه د قبر د روغوالي ډاډ ورکړی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون په افغانستان کښې د دغې ډلې له کنټروله د بهر یوازني ولایت پنجشیر د بشپړې نیونې خبر ورکړ او خبریالانو ته یې وویل: پنجشیر په بشپړه توګه پاکسازي شو او د طالبانو لاس ته ولویده.
هغه د پنجشیر درّه د افغانستان لپاره یوه ویاړمنه سیمه وبلله او د پنجشیر خلکو ته یې ډاډ ورکړ چې هغوي به په بشپړ امنیت کښې وي او د افغانستان د نورو خلکو په شان به دوي سره هم هیڅ بد سلوک ونه شي.
خو په پنجشیر دره کښې د طالبانو مخالفان د دغې ډلې په وړاندې د خپل مقاومت په دوام باندې ټینګار لري او مدعي دي چې پنجشیر تراوسه سقوط نه دی کړی.
احمد مسعود هم پرون په یو پیغام کښې د افغانستان له ټولو خلکو وغوښتل چې د خپلې خاورې د آزادۍ لپاره په خپلو ټولو امکاناتو او وسائلو سره د طالبانو په وړاندې پاڅون وکړي.
دا په داسې حال کښې دي چې ذبیح الله مجاهد په پروني خبري کانفرنس کښې په دې خبرې سره چې پردي او نیواکګر افغانستان نه آبادوي، وویل: امریکایانو د کابل له هوايي ډګره له وتلو مخکښې پوځي تاسیسات وران کړل او اوس طالبان د دغو تاسیساتو د بیارغونې او هم داشان د کابل د نړیوال هوايي ډګر د بشپړ کار پیلولو په تکل کښې دي.