د طالبانو خلاف د افغانانو مظاهرې او پنجشیر کښې پرې هوايي بریدونه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105304-د_طالبانو_خلاف_د_افغانانو_مظاهرې_او_پنجشیر_کښې_پرې_هوايي_بریدونه
د افغانستان خلکو تیره شپه د پلازمینې کابل په شمول د هیواد په ځینو ښارونو کښې د طالب ډلې خلاف مظاهرې کړې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 07, 2021 00:56 Asia/Kabul
  • د طالبانو خلاف د افغانانو مظاهرې او پنجشیر کښې پرې هوايي بریدونه

د افغانستان خلکو تیره شپه د پلازمینې کابل په شمول د هیواد په ځینو ښارونو کښې د طالب ډلې خلاف مظاهرې کړې دي.

د افغانستان خلکو تیره شپه د پلازمینې کابل په شمول د هیواد په ځینو ښارونو کښې د طالب ډلې خلاف مظاهرې کړې دي.

دغه مظاهرې څو ساعته پس له هغې وشوې چې په افغانستان کښې د طالب ډلې د مخالفانو قومندان احمد مسعود د دغه هیواد له خلکو څخه د طالبانو خلاف د عمومي پاڅون غوښتنه وکړه.

په هغو ویډیوګانو کښې چې په کابل او مزار شریف ښارونو کښې له اعتراضاتو څخه په ټولنیز شبکو کښې خپرې شوې، ځینو کسانو د شپې په تیاره کښې د (ژوندی دې وي مقاومت) او (مړ دې وي پاکستان) شعارونه ورکړل.

په عین حال کښې له افغانستانه خبر رارسیدلی چې نامعلومو جنګي الوتکو بیګا په پنجشیر ولایت کښې د طالبانو سنګرونه په نښه کړي دي.

تراوسه کره معلومات نشته چې دغو جنګي الوتکو د کوم هیواد له خوا په طالبانو حمله کړې ده خو ځايي شاهدان وايي چې حالات په پنجشیر ولایت کښې د احمد مسعود د پلوي ځواکونو په ګټه بدل شوي دي.

ځینې سرچینې وايي چې په پنجشیر کښې د طالبانو په سنګرونو باندې برید کونکې جنګي الوتکې د افغانستان د هوايي ځواک هغه الوتکې دي چې د طالبانو له خوا د کابل د نیولو په وخت تاجکستان او ازبکستان ته منتقلې شوې وې.

د یوشمیر رسنیو د رپورټونو له مخې هم دا اوس د پنجشیر ولایت په ځینو برخو کښې د احمد مسعود او طالبانو ترمینځ سخته جګړه روانه ده.