طالبان له داعش ډلې سره مبارزې ته دوام ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105322-طالبان_له_داعش_ډلې_سره_مبارزې_ته_دوام_ورکوي
ایرنا خبري اژانس وايي د طالبانو ډلې نامتو غړي او د ننګرهار والي « ندا محمد » وویل د داعش ډلې تر کامل ډول له مینځه وړلو پورې به د دغه ډلې له عناصرو سره مبارزه دوام ولري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 07, 2021 07:11 Asia/Kabul
  • طالبان له داعش ډلې سره مبارزې ته دوام ورکوي

ایرنا خبري اژانس وايي د طالبانو ډلې نامتو غړي او د ننګرهار والي « ندا محمد » وویل د داعش ډلې تر کامل ډول له مینځه وړلو پورې به د دغه ډلې له عناصرو سره مبارزه دوام ولري .

ندا محمد چې همدا اوس د طالبانو لخوا د ننګرهار د والي په توګه منصوب شوی دی وویل د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار له کنټرول ترلاسه کولو وروسته زما تر امر لاندې ځواکونو د داعش ډلې کابو اتیا (۸۰) غړي نیولي دي .

د ننګرهار والي د دغه خبرې په تائیدولو سره چې دغه ولایت په افغانستان کښې د داعش ډلې د دیره کیدا اصلي ځای دی ژمنه وکړه په دغه هیواد کښې د دغه ترهګرې ډلې جرړه وباسي .

ندا محمد زیاته کړه د داعش ډلې د غړیو د پیژندلو لپاره مونږ د هغو کسانو د کورونو تلاشۍ اخلو چې دغه کسان پکښې پټ شوي دي .

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلې هم څه موده مخکې دغه امکان رد نکړ چې واشنګټن په افغانستان کښې د داعش په شان له ترهګرو ډلو سره د مبارزې لپاره له طالبانو سره ملګرتیا وکړي .

دغه راز راپورونه په کابل کښې د طالبانو د ځواکونو په لاس په افغانستان کښې د ترهګرې ډلې د یوه (۱) مشر شیخ ابو عبیدالله متوکل د وژل کیدا خبر ورکړ .