بلخ کښې د مظاهرو په رسندوي کوریج بندیز ولګیده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105456-بلخ_کښې_د_مظاهرو_په_رسندوي_کوریج_بندیز_ولګیده
طالبانو د مظاهرو په ترسره کولو باندې د بندیز له اعلانولو وروسته رسنۍ په بلخ ولایت کښې د اعتراضونو له خبري کوریج څخه منع کړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 10, 2021 03:13 Asia/Kabul
  • بلخ کښې د مظاهرو په رسندوي کوریج بندیز ولګیده

طالبانو د مظاهرو په ترسره کولو باندې د بندیز له اعلانولو وروسته رسنۍ په بلخ ولایت کښې د اعتراضونو له خبري کوریج څخه منع کړې.

طالبانو د مظاهرو په ترسره کولو باندې د بندیز له اعلانولو وروسته رسنۍ په بلخ ولایت کښې د اعتراضونو له خبري کوریج څخه منع کړې.

د افغانستان په شمال لویدیځ کښې د طالبانو کلتوري مسئول ذیبح الله نوراني د بلخ ولایت له رسنیو وغوښتل چې د معترضانو د امنیت د تامینولو لپاره دې د اعتراضاتو له کوریج او خپرولو ډډه وکړي.

د نوراني په وینا چې ځینې ډلې به په اعتراضاتو پورې له اړوندو معلوماتو څخه، په مظاهره چیانو باندې د حملې لپاره ګټه پورته کړي.

د ویلو ده چې پرون د احمد شاه مسعود د ټرور د کلیزې په ورځ د هغه د زوي احمد مسعود له خوا چې د طالبانو د مخالفانو قومندان دی، عمومي پاڅون او مظاهرو ته د خلکو له بلنې وروسته معترضان د افغانستان په څو ولایتونو کښې د طالبانو له قهرجنو اقداماتو او ډزو سره مخامخ شول.

دا په داسې حال کښې دي چې د طالبانو د اعلان کړي حکومت د کورنیو چارو وزارت پرون له اجازې پرته د هر ډول مظاهرو ترسره کول منع اعلان کړي دي.