طالبانو په پنجشیر سیمه کښې بشرضده جنایت کړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105466-طالبانو_په_پنجشیر_سیمه_کښې_بشرضده_جنایت_کړی
ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان د ولسمشر پخواني مرستیال محمد یونس قانوني ادعا وکړه چې طالبانو په پنجشیر ولایت کښې ډیرې زیاتې ښځې او سړي وژلي دي او هغه دغه کار د بشریت پرضد جنایت وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 10, 2021 08:07 Asia/Kabul
  • طالبانو په پنجشیر سیمه کښې بشرضده جنایت کړی

ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان د ولسمشر پخواني مرستیال محمد یونس قانوني ادعا وکړه چې طالبانو په پنجشیر ولایت کښې ډیرې زیاتې ښځې او سړي وژلي دي او هغه دغه کار د بشریت پرضد جنایت وباله .

یونس قانوني له رسنیو سره په  مرکه کښې ادعا وکړه د افغانستان طالبانو د انساني حقوقو خلاف ورزۍ کړي ده او د دوې ځواکونو په پنجشیر  ولایت کښې له خلکو غچ اخیستی او د بشري حقوقو خلاف ورزیانې یې کړي دي .

د افغانستان د ولسمشر پخواني مرستیال محمد یونس قانوني وویل پنجشیر سیمې ته خوراکي شیان او درمل نه ورځي او یوشمیر خلک له دغه سیمې د وتلو په حال کښې دي او پنجشیر به په کامل ډول د یوه (۱) سنګر په توګه د احمد مسعود د ځواکونو په اختیار کښې وي .

محمد یونس قانوني دې ته په اشارې سره چې په افغانستان کښې به جنګ ختم نشي ځکه چې د هیواد خلک طالبان او د دوې تفکرونه نه مني وویل  د افغانستان ټول سیاستوالان به راتلونکي اونۍ له اساسي قانون څخه په استفادې کولو سره ستر او قانوني حرکت پیل کړي .

دغه راز په پنجشیر سیمه کښې د  مقاومت د ځواکونو د قومندان احمد مسعود یوه (۱) نږدې ملګري صالح محمد ریګستاني هم په ویډیو پیغام کښې په دې خبرې باندې ټینګار سره چې جنګ ختم شوی نه دی بلکې اوس پیل شوی دی  طالبان په پنجشیر سیمه کښې د خلکو په وژلو او ژوبلولو تورن کړل .

طالبانو په پنجشیر ولایت او د افغانستان په نورو سیمو کښې د خلکو هر ډول وژل او یا ترې غچ اخیستل رد کړي او وايي دغه ډله په ډیر ښه کړچار او نرمۍ سره ټول خلک  بښلي دي .