له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې خبرې یو ضرورت دی
ایرنا خبري اژانس وايي د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش له طالبانو سره د خبرو اترو د شرایطو د ساتلو لپاره له نړیوالې ټولنې د غوښتنې په ترڅ کښې خبرداری ورکړ باید د داسې اقتصاد چې د میلیونو خلکو د مړینې عامل کیدلی شي د دړې وړې کیدا مخه ونیسو .
هغه له فرانسې خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل مونږ باید له طالبانو سره خبرې وکړو چې د هغو په چوکاټ کښې په خپلو اصولو نیغ په نیغه ټینګار ولرو داسې خبرې چې د افغانستان له خلکو سره د پیوستون د احساس پراساس وي .
د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش یادونه وکړه ملګري ملتونه په افغانستان کښې د داسې پراخ بنسټه حکومت جوړیدل غواړي چې د ټولنې ټولې پرګنې پکښې ګډون ولري .
هغه دغه راز په دې خبرې باندې ټینګار سره چې مونږ باید د بشري حقوقو د ښځو او د انجلیو د حقوقو احترام وکړو وویل ترهګر باید په نورو هیوادونو باندې د حملو لپاره په افغانستان کښې پناه ځای ونري او طالبان باید د نشه ییزو موادو له قاچاق سره د مقابلې په عملیاتو کښې ملګرتیا وکړي .