د طالبانو حکومت په رسمیت مه پیژنئ او بندیزونه پرې عملي کړئ
زمونږخبریال راپورراکړی ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیر امنیت شورا ته وویل ''زه پر تاسو غږ کوم چې تر هغه په افغانستان کې هېڅ ډول حکومت په رسمیت مه پيژنۍ ترڅو چې د خلکو د آزادې ارادې له مخې نه وي رامنځ ته شوی.''
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیر غلام اسحاقزي پر ملګرو ملتونو غږ کړی چې پر طالبانو بندیزونه ولګوي.
نوموړی د پخواني حکومت غړی دی چې لا هم په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د سفیر په توګه پاتې دی.
ښاغلي اسحاقزي دغه راز له هېوادونو غوښتنه کړې چې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پیژني او د ملګرو ملتونو له خوا پر ځینو طالب مشرانو چې طالبانو د سرپرستې کابینې غړي هم دي د نړیوالو سفرونو په برخه کې د شته بندیز په ګډون ټول بندیزونه عملي کړي.
نوموړي پرون د امنیت شورا غونډې ته په وینا کې ویل: ''په وروستیو کې مظاهرې طالبانو ته یو پیاوړی پیغام و چې ټول افغانان به د زورواکۍ داسې یو سیستم ونه مني چې پرې تحمیل شوی وي. ''
ښاغلي اسحاقزي د امنیت شورا غونډې ته په وینا کې زیاته کړه: ''زه پر تاسو غږ کوم چې تر هغه په افغانستان کې هېڅ ډول حکومت په رسمیت مه پيژنئ ترڅو چې د خلکو د آزادې ارادې له مخې نه وي رامنځ ته شوی. ''
دغه راز د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډېبورا لاینز هم د امنیت شورا په غونډه کې وویل سره له دې چې طالبانو په بېلا بېلو بیانونو کې د افغانستان ملي دفاعي ځواکونو او ملکي حکومتي کارکوونکو ته د عمومي بخښنې اعلان وکړ خو بیا هم داسې باوري ادعاوې شته چې د افغان امنیتي ځواکونو کسان د غچ په توګه وژل شوي.
ډېبورا لاینز د افغانستان د وضعیت په تړاو د امنیت شورا یوې غونډې ته وینا کې د هغه څه په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه چې هغې د طالبانو لخوا د ملګرو ملتونو د افغان کارکوونکو ډېرېدونکې ځورونه وبلله.
خو مېرمن لاینز پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ، چې د طالبانو د نوي حکومت په تړاو له اندېښنو سره سره دې افغانستان ته د بشري مرستو رسول روان وساتي.
هغې ټینګار وکړ، چې په ځانګړې توګه خوراکي توکي او درملو ته اړتیا ورځ تر بلې په ډېرېدو ده.
نوموړې دغه راز د پخواني حکومت د ځینو کارکوونکو پر نیول کېدو او د طالبانو لخوا د کورونو پر تالاشي کولو هم اندېښنه څرګنده کړه.
طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې په ځینو قضیو کې لاس لرل رد کړي او په اړه یې د پلټنو ژمنه کړې ده.
دغه راز مېرمن لاینز وویل چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د افغان مامورینو ځورول دوام لري، خو په وینا یې د ګواښونو له دوام سره به ملګري ملتونه خپل فعالیت ته دوام ورنکړل شي.
مېرمن لاینز وویل چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د افغان مامورینو ځورول دوام لري، خو په وینا یې د ګواښونو له دوام سره به ملګري ملتونه خپل فعالیت ته دوام ورنکړل شي.
په افغانستان کې پر اقتصادي وضعیت خبرو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د اجنډا لویه برخه جوړوله.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د نوي حکومت په اړه له اندېښنو سره سره دې له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي او په دې چاره کې دې بیړه وکړي.
نوموړې وویل اوس مهال د روغتیا، خوراکي خوندیتابه، غیر خوراکي توکو او نظافت برخه کې بنسټیزو بشري مرستو ته په لویه کچه بیړنۍ اړتیا شته چې باید پوره کړای شي.
دغه راز مېرمن لاینز د افغانانو بد اقتصادي حالت د ژورې اندېښنې وړ وباله او ټینګار یې وکړ چې که پر افغانستان بندیزونه پر طالبانو د فشار اچولو په خاطر لګول کېږي یا دا چې د افغانستان لپاره بېلې شوې مرستې او پولي زیرمې بندېږي دا باید له یاده ونه وایستل شي چې ولسي افغانان ترې ډېر اغیزمېږي او دا کار د کډوالې د څپو لامل کېدای شي.