طالبانو په افغانستان کښې نوي ممنوعيتونه اعلان کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105602-طالبانو_په_افغانستان_کښې_نوي_ممنوعيتونه_اعلان_کړل
طالبانو د افغانستان په ځينو سيمو کښې د سګرېټو څښل او ټيلي ويژن کتل منعې اعلان کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 13, 2021 08:55 Asia/Kabul
  • طالبانو په افغانستان کښې نوي ممنوعيتونه اعلان کړل

طالبانو د افغانستان په ځينو سيمو کښې د سګرېټو څښل او ټيلي ويژن کتل منعې اعلان کړل.

د افغان آوا د رپوټ له مخې د بلخ ولايت په ولسواليو کښې ولسي سرچينو چې غواړي نومونه يې افشا نه شي د وېنا له مخې طالبان د دغو نويو قوانينو د خلاف ورزي کؤنکو خلاف قانوني چاره جوئي کوي.

په سمنګانو کښې باخبرو سرچينو وويل چې طالبانو په دغه ولايت کښې د ټيلي ويژن استعمال منعې اعلان کړے دے.

طالبانو د رسنيو لخوا  د کورنيو او په کلي توګه د خلقو منحرفېدل او ګمراه کېدل د دغې فېصلې د غوره کولو وجه بللې ده.

په اوس حال کښې په افغانستان کښې له ټي وي چېنلونو څخه يوازې مذهبي پروګرامونه خپريږي.

طالبانو همدارنګ ږيره پرېښودل او د افغانستان دوديزې جامې يعنې پرتوګ قميص هم د بلخ ولايت په ولسواليو کښې لازمي کړې دي.

طالبان چې د اګست په پينځلسمه يې په افغانستان کښې اقتدار په لاسو کښې واخېستۀ کوشش کوي د عامه افکارو او نړيوالې ټولې په مخکښې د تېر وخت په نسبت خپله يوه بل شان څېره وښئي.