له نړیوالې ټولنې د طالبانوغوښتنه
طالبان په نړیوال ډګر کې د ډیپلوماټیک کړچار په پرمخ نیولو سره ښی چی د دوې لسیزې پخوا له طالبانو سره یې واټن نیولې او د جنګ او وینې بهونې پر ځای یې تعامل ته مخه کړی ده . خو د نړیوالو ټولنو او حتی دافغانستان دننه دا د طالبانو ډلې کړچار دې چی له نړیوالې ټولنې سره د هغو د رغنده تعامل زمینه برابرولې شی .
په دافغانستان کې طالبانو ډلې له نړیوالې ټولنې سره د ښو اړیکو غوښتنه وکړه . طالبانو ډلې پر دې په ټینګار سره چی د افغانستان ګټې د نړیوالې تولنې له ګټو سره غږمله دي د ډیپلوماسۍ له لارې د ښو اړیکو په رامینځته کولو ټینګاروکړ .
د دغې ډلې د نړیوالو اړیکو په اړه د طالبانو د ویندوی ذبیح ا... مجاهد څرګندونې چی په کابل کې یې د زور له لارې قدرت ترلاسه کړ ، دا ښی طالبان په نړیواله ټولنه کې د دغې لیدتوګې د القا کولو په لټه کې دی چی له جنګی وضعیت د یوې تعامل پالې ډلې په لور حرکت کوی . د دغې ډلې چارواکی په وروستیو کې د دریځونو په اعلانولو او لیکونو له لارې د نړیوالو اقتصادی او مالی مرستو د ترلاسه کولو هدف تعقیبوی .
طالبان په نړیوال ډګر کې د ډیپلوماټیک کړچار په پرمخ نیولو سره ښی چی د دوې لسیزې پخوا له طالبانو سره یې واټن نیولې او د جنګ او وینې بهونې پر ځای یې تعامل ته مخه کړی ده . خو د نړیوالو ټولنو او حتی دافغانستان دننه دا د طالبانو ډلې کړچار دې چی له نړیوالې ټولنې سره د هغو د رغنده تعامل زمینه برابرولې شی .
طالبانود کابل له نیولو وروسته د نړیوالې ټولنې د نظر د جلبولو په لړ کې وویل چی د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو په لټه کې دي خو په عمل کې یې نه یوازې هغه اجرایی نکړ بلکې د سختو قوانینو په اعمالولو سره چی په شرعې سره یې توجیهوی ، د افغانستان د ټولنې د هر ډول سیاسی ، کلتوری او رسندوی فضا په تړلو پسې دي .
سیاسی ټولنو هم په ځلونو ویلی دي چی د نړیوالې ټولنې اساس د افغانستان په سیاسی ډګر کې د طالبانو کړچار دې . که دا کړچار ناسم وی نو دغه ډله به له احتمالی بایکاټونو سره مخامخ شی چی په افغانستان کې د هغو حاکمیت له ډیرو مشکلاتو سره مخامخولې شی .
په دې زمینه کې د سیاسی مسلو کارپیژاندې اصف اشنا په دې باور دې چی افغان ښاریزو په تیرو دو لسیزو کې د سیاسی ، اقتصادی او انسانی پراختیا له نظره ډیره وده کړی ده خو طالبان په هغو په سترګې پټولو سره هماغه راز د خپل ایډیالوجیک حکومت په اړخونو ټینګار کوی چی د افغان ټولنې او نړیوالې ټولنې دومره خوښ ندې .
په داسې حال کې چی طالبانو په قدرت کې د مذهبونو او قومونو د مشارکت او قدرت د ویش لپاره هیڅ لاره نده خلاصه کړی او هماغه راز د خپلې کابینې د فعالیت په دوام چی د هیڅ داخلی ډلې د تایید وړ نده ، له طالبانو سره د ملګرتیا او غږملتیا په لړ کې د نړیوالې ټولنو لپاره جذابیت نشی رامینځټه کولې .
دا په دې معنا ده چی په یوویشتمې پیړۍ کې د ژوند د اوزارونو او حکومتدارۍ الزامات له تیرو دو لسیزو ژوند له شرایطو سره بشپړه توپیر لری او اوس ډیر کارونه د اینټرنیټ او دد هغو د اوزارونو له لارې ترسره کیږی چی کارپیژاندی یې هغه سړی او میرمنې دي چی په پوهنتونونو کې روزل کیږی او د مختلفو مرکزونو د هدایتولو چارې په لاس کې لری . په دې اساس طالبان په تعلیمی سخت ګیریو سره نه یوازې د افغانستان د ټولنې یوه برخه له زده کړې او روزګار محروموی بلکې د افغانستان ټولنه د کارپیژاندو له وجوده هم خالی کوی .
د سیاسی مسلو افغان کارپیژاندۍ میرمن نرګس اعتماد د طالبانو د کړچار په جاج کې وایی له تیروخت سره په پرتلنه کې د طالبانوپه کړچار کې هیڅ بدلون ندې رامینځته شوې ، داپه داسې حال کې دي چی طالبان باید لومړې دافغانستان د بیلا بیلو پرګنو نظر جلب کړی او دا د دغه هیواد د خلکو حقوقو ته له درناوی پرته نه ترلاسه کیږی .
په هر حال له نړیوالې ټولنې سره په رغنده تعامل د طالبانو ټینګار ډیر هیله منونکې دې خو په عمل کې هم باید هغه ثابت کړی تر څو د طالبانو په حاکمیت داخلی او نړیوال عمومی باور رامینځته شی .
پای