لس ميلين افغان ماشومان فوري انساندوستانه مرستو ته ضرورت لري
په افغانستان تقريباً لس ميلين ماشومان په فوري توګه انسانداوستانه مرستو ته ضرورت لري.
له کابله زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې په افغانستان کښې د يونيسېف د عمومي تعلقاتو مسئول سام مورت وويل: کافي او مناسب خوړو ته لاسرسائي نه لرل او د درملو او د څښلو پاکو اوبو کمښت ځينې هغه مشکلات دي چې په دغه هېواد کښې ورسره ماشومان مخامخ دي.
سام مورت زياته کړه، په افغانستان کښې زياتره ماشومان حتی د شري او فالج په شمول له عامه وېکسينو څخه هم بې برخې پاتې دي.
تېره ورځ هم د کډوالو په چارو کښې د ملګرو ملتو د عالي کمېشنرۍ مشر هم افغانستان ته د خپل سفر په آخر کښې د دغه هېواد د خلقو حالت ناميده کؤنکے وبلۀ او خبردارے يې ورکړ، د افغانستان د اقتصادو د ذوال په صورت کښې به نړۍ په دغه دغه هېواد کښې د يو انساني بحران کتونکے وي.
د افغان ماشومانو دغه بد حالت په داسې حال کښې دے نيواکګر امريکائي ځوکونه په افغانستان کښې له شل کلن شتونه وروسته د اګست په يودېرشمه نېټه په شرمندګۍ او رسوائي سره له افغانستانه ووتل طالب ډلې د اګست په ۱۵ نېټه په افغانستان کښې د اقتدار واګې په لاسو کښې واخېستې.