لس ميلين افغان ماشومان فوري انساندوستانه مرستو ته ضرورت لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105770-لس_ميلين_افغان_ماشومان_فوري_انساندوستانه_مرستو_ته_ضرورت_لري
په افغانستان تقريباً لس ميلين ماشومان په فوري توګه انسانداوستانه مرستو ته ضرورت لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 18, 2021 02:43 Asia/Kabul
  • لس ميلين افغان ماشومان فوري انساندوستانه مرستو ته ضرورت لري

په افغانستان تقريباً لس ميلين ماشومان په فوري توګه انسانداوستانه مرستو ته ضرورت لري.

له کابله زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې په افغانستان کښې د يونيسېف د عمومي تعلقاتو مسئول سام مورت وويل: کافي او مناسب خوړو ته لاسرسائي نه لرل او د درملو او د څښلو پاکو اوبو کمښت ځينې هغه مشکلات دي چې په دغه هېواد کښې ورسره ماشومان مخامخ دي.

سام مورت زياته کړه، په افغانستان کښې زياتره ماشومان حتی د شري او فالج په شمول له عامه وېکسينو څخه هم بې برخې پاتې دي.

تېره ورځ هم د کډوالو په چارو کښې د ملګرو ملتو د عالي کمېشنرۍ مشر هم افغانستان ته د خپل سفر په آخر کښې د دغه هېواد د خلقو حالت ناميده کؤنکے وبلۀ او خبردارے يې ورکړ، د افغانستان د اقتصادو د ذوال په صورت کښې به نړۍ په دغه دغه هېواد کښې د يو انساني بحران کتونکے وي.

د افغان ماشومانو دغه بد حالت په داسې حال کښې دے نيواکګر امريکائي ځوکونه په افغانستان کښې له شل کلن شتونه وروسته د اګست په  يودېرشمه نېټه په شرمندګۍ او رسوائي سره له افغانستانه ووتل طالب ډلې د اګست په ۱۵ نېټه په افغانستان کښې د اقتدار واګې په لاسو کښې واخېستې.