طالبانو په افغانستان کې د نارینو زده کوونکود ښونځیودپیل خبرورکړ
طالبانو ویلي دوی د انجونو د ښونځي دلوړو ټولګیو او د دولتي پوهنتونونو په پیلیدا هم کار روان کړی او ډیر ژر به په ټول افغانستان کې ددانجونو لپاره داسلامي حجاب په نظرکې نیولو سره دټولو تعلیمي زده کړو بهیر پیل شي.
په افغانستان کې د طالبانو د پوهنې وزارت ویلې چې دنارینه زده کوونکو اړوند ښونځي چې تردې مخکې تر شپږم ټولګي یې فعالیت درلود له دې وروسته دې تر دولسم ټولګي پورې خپل درسي فعالیت پیل کړي چې په دې کې مدرسې او دارالعلوم هم شامیلیږي.
ویل کیږي چې د پخواني نصاب له مخې به تدریس روان وي او د بدلون په اړه تر دې دمه طالبانو کومه خبره له رسنیو سره نه ده شریکه کړې.
باید وویل شي چې طالبانو ویلي دوی د انجونو د ښونځي دلوړو ټولګیو او د دولتي پوهنتونونو په پیلیدا هم کار روان کړی او ډیر ژر به په ټول افغانستان کې ددانجونو لپاره داسلامي حجاب په نظرکې نیولو سره دټولو تعلیمي زده کړو بهیر پیل شي.
په دې اړه نور تفصیل زمونږ د خبریال نعمت ا... افغان په راپور کې