په کابل کې افغان ښځوبیا لاریون وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105838-په_کابل_کې_افغان_ښځوبیا_لاریون_وکړ
طالبانو د ننني لاریون او رسنیو له لاریونوالو سره د دوی د چلند د څرنګوالي په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 19, 2021 10:10 Asia/Kabul
  • په کابل کې افغان ښځوبیا لاریون وکړ

طالبانو د ننني لاریون او رسنیو له لاریونوالو سره د دوی د چلند د څرنګوالي په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي.

په کابل کې لسګونه ښځو نن بیا د یوه لاریون پرمهال د طالبانو له اسلامي امارت څخه خپلې غوښتنې په ډاګه کړې.

دوی ویلي د ښځو چارو وزارت دې بیرته فعال او دغه راز دې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو تړل شوي ښوونځي بیرته پرانیستل شي.

لاریونوالو له طالبانو وغوښتل چې حقونه یې تامین او په نظام او سیاسي مشارکت کې د ښځو له حق خوړلو لاس واخلی.

طالبانو د ننني لاریون او رسنیو له لاریونوالو سره د دوی د چلند د څرنګوالي په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي.

مخکې له ورته لاریونوالو سره د طالبانو د ناوړه چلند خبرونه خپریدل.

د طالبانو د فرهنګي کمیسیون یوه غړي قاري سعید وویل، چې دوی د نجونو زده کړې منع کړي نه دي بلکې د لازمو شرایطو د برابرولو لپاره ورته لاس په کار شوي.