د ننګرهار بم چاودنې داعش ترهګرې ډلې کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105848-د_ننګرهار_بم_چاودنې_داعش_ترهګرې_ډلې_کړي_دي
فارس خبري اژانس وايي داعش ترهګرې ډلې پرون په یوې (۱) خبر پاڼه کښې د افغانستان د تیرې شنبې او د یکشنبې ورځې د بم چاودنو مسولیت پرغاړه واخیست .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 19, 2021 23:56 Asia/Kabul
  •  د ننګرهار بم چاودنې داعش ترهګرې ډلې کړي دي

فارس خبري اژانس وايي داعش ترهګرې ډلې پرون په یوې (۱) خبر پاڼه کښې د افغانستان د تیرې شنبې او د یکشنبې ورځې د بم چاودنو مسولیت پرغاړه واخیست .

داعش ډلې وویل په افغانستان کښې په تیرې شنبې او یکشنبې ورځې بم چاودنو کښې څه د پاسه پینځه دیرش (۳۵) طالبان مړه یا ژوبل شوي وو  .

د طالبانو ویاند بلال کریمي پرون طلوع نیوز ټیلي ويژن ته وویل د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کښې د طالبانو د ګاډو په لاره کښې دغه بم چاودنې شوي وې .

په تیرې شنبې ورځ په جلال اباد ښار کښې په دریو (۳) پرله پسې بم چاودنو کښې درې (۳) کسان وژل شوي او نولس (۱۹)نور ژوبل شوي وو .

عیني کتونکو وویل دغه بم چاودنې د جلال اباد ښار په پینځمې(۵) حوزې کښې شوي وې او څو ماشومان او ښځې پکښې ژوبلې شوي هم وې .

د ننګرهار د روغتون چارواکو وویل د دغه بم چاودنې یویشت (۲۱) ژوبل کسان روغتون ته راوړل شوي او دوه (۲) کسان چې سخت ژوبل شوي وو مړه شول .

د روغتون چارواکو وویل چې اکثره ژوبل کسان د طالبانو غړي دي .

ځینو عیني کتونکو وویل ځینې ژوبل کسان زده کونکي دي کوم چې د بم چاودنو په وخت ښوونځي ته روان وو .

د پوځي او د سیاسي چارو کارپيژاندي وايي چې امریکا له سوریې او عراق څخه ګڼ شمیر ټروریسټان افغانستان ته بیولي دي چې هلته د واشنګټن د اهدافو او د بم چاودنو د ترسره کولو لپاره کار وکړي .