د کابل نړیوال هوايي ډګر نن په رسمي ډول پرانیستل شو
فارس خبري اژانس وايي د افغانستان هوايي چلند د خارجي او داخلي الوتونو لپاره د کابل د نړیوال هوايي ډګر په رسمي ډول د بیرته پرانیستل کیدا خبر ورکړ .
د افغانستان هوايي چلند وویل د کابل نړیوال هوايي ډګر له یوې (۱) میاشتې ځنډ وروسته نن سهار د ټولو خارجي او داخلي الوتونو لپاره خلاص دی .
البته دغه هوايي ډګر د شپې په وخت د الوتونو لپاره چمتو نه دی .
په کابل د طالبانو له کنټرول او د امریکا لخوا د خارجي ښاریزو د ایستلو له کړکیچ وروسته د کابل نړیوال هوايي ډګر د هغه د پراخو امکاناتو له مینځه تلو ته په پام سره د خارجي او د داخلي الوتونو لپاره بند شو .
له افغانستانه د امریکا د عسکرو په وتلو سره قطر او ترکیې د یوبل په ملګرتیا کولو او د دیرش (۳۰) میلیونه ډالرو په لګولو سره د کابل د هوايي ډګر د بیرته پرانیستل کیدا ملاتړ وکړ .