د افغانستان طالبان د ملګروملتونو په غونډې کښې وینا غواړي
ایسنا خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو موقته حکومت ملګروملتونو ته په یوه (۱) لیک کښې د عمومي ټولنې (GENERAL ASSEMBLY) په کلنۍ غونډې کښې د دغه ډلې د وینا کولو غوښتنه وکړه .
د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند اسټیفان ډوجاریک وویل سرمنشي انټونیو ګوټریش پرون د افغانستان د طالبانو لخوا یو (۱) لیک ترلاسه کړی چې پکښې په ملګروملتونو کښې په لوړه سویه خبرو کښې د دغه ډلې د ګډون کولو غوښتنه شوي ده .
رویټرز خبري اژانس هم د طالبانو دغه لیک لیدلی دی چې پکښې طالبانو په قطر کښې خپل ویاند سهیل شاهین په ملګروملتونو کښې د افغانستان د نوي سفیر په توګه معرفي کړی دی .
د ملګروملتونو ویاند اسټیفان ډوجاریک وویل په ملګروملتونو کښې د افغانستان د څوکۍ د ترلاسه کولو او په عمومي اسمبلۍ کښې د وینا کولو لپاره د طالبانو غوښتنه په هغه ځانګړي کمیسیون کښې چې له نهو (۹) هیوادونو څخه جوړ دی څیړل کیږي .
د تیرې اګست میاشتې په پینځلسمه (۱۵) نیټه په افغانستان کښې د طالبانو له حکومت وروسته تراوسه د دنیا هیڅ هیواد دغه حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی .