طالبانو د نشه ییزو موادو په مخنیوي ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i106038-طالبانو_د_نشه_ییزو_موادو_په_مخنیوي_ټینګار_وکړ
اسپتوتنیک خبري اژانس وايي طالبانو ډلې وویل له افغانستانه د نشه ییزو موادو د قاچاق ټولې لارې غوڅوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 24, 2021 09:18 Asia/Kabul
  • طالبانو د نشه ییزو موادو په مخنیوي ټینګار وکړ

اسپتوتنیک خبري اژانس وايي طالبانو ډلې وویل له افغانستانه د نشه ییزو موادو د قاچاق ټولې لارې غوڅوي .

د طالبانو د موقته حکومت د کلتور او د اطلاعاتو د وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد له افغانستانه د نشه ییزو موادو د انتقال د لارې د غوڅولو په هکله د روسیې د ملاتړ غوښتنه وکړه .

هغه وویل په افغانستان کښې د کوکنارو کر جدي مشکل ګڼل کیږي او ډیره مهمه ده چې کروندګرو ته د کوکنارو پرځاې د نورو  شیانو د کرلو زمینه برابره شي .

د دغه راپور پراساس له دوه زره لومړي (۲۰۰۱) میلادي کال یعني له هغه وخت راهسې چې د امریکا پوځيان افغانستان ته ورغلل په دغه هیواد کښې د نشه ییزو موادو تولید له اولس (۱۷) فیصده څخه تر څلویښت (۴۰) فیدو پورې زیات شوی دی .

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغه راز د پخواني ولسمشر اشرف غني د سپارل کیدا په هکله وویل مونږ طالبانو ته د اشرف غني د سپارلو هڅه نه کوو خو دغه غوښتنه لرو چې هغه  سره شته  پیسې بانکونو ته ورستنې کړي