طالبانو د نشه ییزو موادو په مخنیوي ټینګار وکړ
اسپتوتنیک خبري اژانس وايي طالبانو ډلې وویل له افغانستانه د نشه ییزو موادو د قاچاق ټولې لارې غوڅوي .
د طالبانو د موقته حکومت د کلتور او د اطلاعاتو د وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد له افغانستانه د نشه ییزو موادو د انتقال د لارې د غوڅولو په هکله د روسیې د ملاتړ غوښتنه وکړه .
هغه وویل په افغانستان کښې د کوکنارو کر جدي مشکل ګڼل کیږي او ډیره مهمه ده چې کروندګرو ته د کوکنارو پرځاې د نورو شیانو د کرلو زمینه برابره شي .
د دغه راپور پراساس له دوه زره لومړي (۲۰۰۱) میلادي کال یعني له هغه وخت راهسې چې د امریکا پوځيان افغانستان ته ورغلل په دغه هیواد کښې د نشه ییزو موادو تولید له اولس (۱۷) فیصده څخه تر څلویښت (۴۰) فیدو پورې زیات شوی دی .
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغه راز د پخواني ولسمشر اشرف غني د سپارل کیدا په هکله وویل مونږ طالبانو ته د اشرف غني د سپارلو هڅه نه کوو خو دغه غوښتنه لرو چې هغه سره شته پیسې بانکونو ته ورستنې کړي