طالبان د ملګروملتونو د څوکۍ د ترلاسه کولو هڅه کوي
ایرنا خبري اژانس وايي د طالبانو ویاند سهیل شاهین په ټویټر پیغام کې د دغه ډلې لخوا په ټول افغانستان باندې کنټرول ته په اشارې سره په ملګروملتونو غږ وکړ موقته حکومت ته په ملګروملتونو کښې د افغانستان د څوکۍ د ورکولو مخه ونه نیسي .
سهیل شاهین په دې خبرې سره چې دا د طالبانو حق دی چې په ملګروملتونو کښې استازی ولري وویل په ملګروملتونو کښې د افغانستان د څوکۍ په لاس کښې اخیستلو سره طالبان کولای شي د نړیوالو مرستو د ترلاسه کولو لپاره له نړیوالې ټولنې سره ضروري غږملتیا ترسره کړي .
د طالبانو دغه غوښتنه په داسې حال کښې مطرح کیږي چې ملګروملتونو تراوسه په دغه ارګان کښې د افغانستان د استازي په توګه د سهیل شاهین له منلو ډډه کړي ده .
طالبانو په تیرې شنبې ورځ د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش ته په لیک کښې په قطر کښې د خپل سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په ملګروملتونو کښې د افغانستان د نوي سفیر په توګه معرفي کړ .