د هوایي حریم د اشغال په اړه امریکا ته خبرداری
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i106314-د_هوایي_حریم_د_اشغال_په_اړه_امریکا_ته_خبرداری
د طالبانو حکومت امریکا ته د افغانستان د هوایي حریم د نقضولو په هکله خبرداری ورکړی او د نړیوالو قوانینو په درناوی ټینګار کړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 30, 2021 11:22 Asia/Kabul
  • د هوایي حریم د اشغال په اړه امریکا ته خبرداری

د طالبانو حکومت امریکا ته د افغانستان د هوایي حریم د نقضولو په هکله خبرداری ورکړی او د نړیوالو قوانینو په درناوی ټینګار کړی دی.

د طالبانو د حکومت د ویاند او د فرهنګ وزارت د معین ذبیح الله مجاهد په ټوویټر کې په دې اړه یوه بیانیه خپره شوې ده.

په بیانیه کې راغلې چې د امریکا له لوري د افغانستان د هوایي حریم اشغال د دوحې د هوکړې خلاف عمل دی.

په دې اعلامیه کې له امریکا په جدي ډول غوښتنه شوې چې د دغه کار مخه ونیسي او پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

د طالبانو حکومت خبرداری ورکوي، که د دې کار مخه ونه نیول شي، د ټولو ناوړه پایلو مسولیت به بیا د واشنګټن پر غاړه وي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون امریکایي قومندان جنرال فرانک مکنیزي له خپل روسي سیال سره په کتنه کې په افغانستان کې د عملیاتو ترسره کولو لپاره په روسیه کې نظامي اډې د ورکړي غوښتنه کړې ده.

تر دې وړاندې د امریکا دفاع وزارت ویاند هم ویلي چې په افغانستان کې د عملیات ترسره کولو لپاره به پنټاګون له طالبانو څخه اجازه وانخلي.