طالبانو له ولسي اعتراضونو وروسته کونړ ته بل والي معرفي کړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i106388-طالبانو_له_ولسي_اعتراضونو_وروسته_کونړ_ته_بل_والي_معرفي_کړ
د کونړ مخکينی والي محمد عثمان ترابي له ټاکل کيدو څخه په لږه موده کې د هغه په ضد توند اعتراضونه وشول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 02, 2021 11:07 Asia/Kabul
  • طالبانو له ولسي اعتراضونو وروسته کونړ ته بل والي معرفي کړ

د کونړ مخکينی والي محمد عثمان ترابي له ټاکل کيدو څخه په لږه موده کې د هغه په ضد توند اعتراضونه وشول.

د طالبانو حکومت له سختو ولسي اعتراضونو وروسته کونړ ولايت ته نوی والي معرفي کړی.

د باختر دولتي خبري اژانس په حواله، نوی سرپرست والي محمد قاسم خالد د طالبانو د امیر ملا هبة ا...اخند د حکم پر اساس ټاکل شوی.

سرچينه وايي، چې هغه پرون په یوه غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس مولوي عبدالحکیم او د پاسپورټونو عمومي رییس مولوي عالم ګل لخوا د کونړ خلکو او مسوولینو ته معرفي او پر دندې یې پيل وکړ.

خالد له له خلکو غوښتنه وکړه چې د طالبانو له عمومي بخښنې سمه ګټه واخلي.

د کونړ مخکينی والي محمد عثمان ترابي له ټاکل کيدو څخه په لږه موده کې د هغه په ضد توند اعتراضونه وشول.

ترابي د ولايت په لومړيو ورځو کې يې د پاکستان يو ندیني عالم مفتي ندیمچې سلفيانوپر ضد يې يو مشهور کتاب لیکلی و، دغه ولايت ته بللی و.

د غبرګونونو یو عمده دليل دا و، چې د کونړ ډېری خلک په مذهبي لحاظ سلفيانوسره تړاو لري او دوی د خپل يوه بهرني مخالف عالم راتګ او د اصولو خلاف پالنه نه وه زغملې.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره د دوی په ضد د داعش ډلې فعالیتونو زور اخيستی.