د افغانستان د خبریال د وژلې هکله غبرګونونه دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i106424-د_افغانستان_د_خبریال_د_وژلې_هکله_غبرګونونه_دوام_لري
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کښې د یرغلګرو په وروستي برید کښې د خبریال او د لیکوال وژل کیدا د دغه هیواد له خبریالانو د ملاتړ د موسسو غبرګون ځان پسې لرلی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 03, 2021 09:56 Asia/Kabul
  • د افغانستان د خبریال د وژلې هکله غبرګونونه دوام لري

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کښې د یرغلګرو په وروستي برید کښې د خبریال او د لیکوال وژل کیدا د دغه هیواد له خبریالانو د ملاتړ د موسسو غبرګون ځان پسې لرلی دی .

د افغانستان د خبریالانو د دفاع کمیټۍ او د ازادو خبریالانو ټولنې په یوې (۱) خبر پاڼه کښې د دغه هیواد د خبریال او د لیکوال سید معروف سادات په وژلو کښې د ترهګرو اقدام په غندلو سره د دغه جنایت د عاملانو د پيژندلو ، نیولو او محاکمه کولو لباره د امنیتي ارګانونو د هڅې غوښتنه وکړه .

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کښې پرون په وسله والې حملې کښې د طالبانو د دوو (۲) غړیو په شمول څلور(۴) کسان وژل شوي وو .

تراوسه کوم سړي یا ډلې د دغه حملې ذمه واري پرغاړه نه ده اخیستي خو په تیرو اونیو کښې داعش وهابي ترهګرې ډلې په دغه ولایت کښې په ګاډو کښې د بم چاودنو مسولیتونه پرغاړه اخیستي دي .