يو ميليون افغان ماشومان به له لوږې ومري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i106516-يو_ميليون_افغان_ماشومان_به_له_لوږې_ومري
‏نړيوال روغتيايي سازمان له افغانستان سره د دغو ننګونو په حلولو کې د عاجلو نړيوالو مرستو غوښتنه کړې ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 06, 2021 03:12 Asia/Kabul
  • يو ميليون افغان ماشومان به له لوږې ومري

‏نړيوال روغتيايي سازمان له افغانستان سره د دغو ننګونو په حلولو کې د عاجلو نړيوالو مرستو غوښتنه کړې ده

نړيوال خوراکي سازمان په یوه اعلامیه کې د افغانستان د بشري ناورين په اړه خبرداری ورکړی.

دغه سازمان ويلي، چې ۱۴ ميليونه افغانان په جدي ډول له غذايي نا امنۍ سره لاس و ګریوان دي.

د‌ دې ترڅنګ، ياد شوی سازمان وايي، چې تر ۳ میلیونو ډېر افغان ماشومان به د روان کال تر پايه پورې له شديدې ناسمې تغذيې څخه وځوريږي.

د نړيوال خوراکي سازمان د معلوماتو په اساس، شاوخوا يو ميليون افغان ماشومان د ناسمې تغذيې له کبله دا اوس د مرګ ګواښ سره مخامخ دي.

 ‏نړيوال روغتيايي سازمان له افغانستان سره د دغو ننګونو په حلولو کې د عاجلو نړيوالو مرستو غوښتنه کړې ده.

يو شمېر هېوادونو لکه چین، پاکستان، ایران او نور سيمه ييز هېوادونه،  افغانستان ته د خوراکي توکيو محمولې استوي، خو دا کافی ندي او د نړۍ نور هیوادونه هم باید له افغانستان سره خپلې مرستې وکړی .