د افغانستان لپاره د بشري حقوقو راپورټر ټاکل کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i106596-د_افغانستان_لپاره_د_بشري_حقوقو_راپورټر_ټاکل_کیږي
ایرنا خبري اژانس وايي د ملګروملتونو د بشري حقوقو شورا د افغانستان لپاره د یوه (۱) ځانګړي راپورټر له ټاکلو سره موافقت وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 08, 2021 09:00 Asia/Kabul
  • د افغانستان لپاره د بشري حقوقو راپورټر ټاکل کیږي

ایرنا خبري اژانس وايي د ملګروملتونو د بشري حقوقو شورا د افغانستان لپاره د یوه (۱) ځانګړي راپورټر له ټاکلو سره موافقت وکړ .

اروپايي اتحادیې د ملګروملتونو د بشري حقوقو د شورا د عمومي ټولنې په غونډې کښې یو(۱) پریکړه لیک خپور کړی چې پراساس یې هڅه کیږي د افغانستان لپاره د بشري حقوقو یو(۱) ځانګړی راپورټر وټاکل شي .

دغه پریکړه لیک ته اتویشتو (۲۸) هیوادونو مثبتې رایې ورکړې او د چین ، روسیې او د پاکستان په شمول پینځو (۵) هیوادونو منفي رایې او څوارلسو (۱۴) هیوادونو هم سپینې رایې ورکړې .

د ملګروملتونو ستر کمشنر میشل باچلت حاضردمه په افغانستان کښې د بشري حقوقو د شورا د ځانګړي راپورټر په توګه فعالیت کوي .

میشل باچلت له هغه وخت راهسې چې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقوقو د شورا د ځانګړي راپورټر په توګه ټاکل شوی دی تراوسه په افغانستان کښې د امریکا په مشرۍ د بهرنیو هیوادونو د پوځیانو د شلو (۲۰) کلونو جنایتونو او د افغانستان د سلګونو زره مظلومو خلکو د وژلې په هکله چپتیا غوره کړي ده .