کندوز کښې بم چاودنې 150 کسان مړه او ژوبل کړي
اوا خبري اژانس وايي د افغانستان په کندوز ولایت کښې په یوه (۱)جومات کښې ترهګرې بم چاودنې 150 کسان مړه او ژوبل کړي دي .
د طالبانو یوه چارواکي چې غوښتل نوم یې ونه ښودل شي وویل دغه بم چاودنه نن غرمه د کندوز ښار په بندر خان اباد کښې د سیداباد د شیعه مسلمانانو په جومات کښې وشوه چې له کبله یې تراوسه 50 لمونځ ګزار وژل شوي او سل (100) نور ژوبل شوي دي .
د ژوبل شویو کسانو شمیر ته په پام سره ویره شته چې د دغه ترهګرې بم چاودنې د مړو کسانو شمیر نور هم پسې زیات شي .
تراوسه کومې ډلې یا کس د دغه بم چاودنې ذمه واري پرغاړه نه ده اخیستي خو داعش ترهګرې ډلې د کابل د جلال اباد د هرات او د مزارشریف په شمول د افغانستان په بیلابیلو ښارونو کښې د هدفمنو وژلو او بم چاودنې مسولیتونه پرغاړه اخیستي دي .
طالبانو د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړی دی چې داعش تکفیري ډله به وځپي او له مینځه به یې یوسي .
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل د دغه بم چاودنې هدف د شیعه مسلمانانو جومات و او ګڼ شمیر لمونځ کونکي مړه او ژوبل شوي دي .
هغه وویل د طالبانو ځواکونه د بم چاودنې ځای ته رسیدلي او څیړنې رواني دي .
دغه راز د هندوستان « هندو » نومې ورځپاڼې ویلي دي چې د کندوز په ننۍ بم چاودنې کښې سل (۱۰۰) کسان چې شیعه لمونځ ګزار دي وژل شوي او ګڼ شمیر نور ژوبل شوي هم دي .