افغانانو د طالبانو په امنيتي کارکردګۍ نيوکه وکړه
د افغانستان د قندوز ولايت د سيد آباد په جامع جومات کښې د جُعې د ورځې مرګونې ترهه ګريزې حملې د طالبانو په امنيتي کاکردګۍ د افغان ښاريزو نيوکې او اعتراضونه رابرسېره کړي دي.
افغانان باوري دي چې طالبانو تر اوسه د عامه خلقو د قتل عام د ختمولو په باره کښې په خپله وعده عمل نه دے کړې شوے.
د افغان آوا د رپوټ له مخې د بندر خان آباد شار د سيد آباد په جامع جومات کښې د تېرې ورځې له ترهه ګرې حملې وروسته چې له کبله يې لږ تر لږه درې سوه نمونځګزاري شهيدان او ژوبل شول افغانانو په سوشل مېډيا کښې د دغه جنايت په سخت غندلو سره طالبان د امنيت په ټينګولو کښې د ناکامۍ ذمه وار وبلل.
افغان ښاريزو واضحه کړه چې له دغې پېښې وروسته د طالب ډلې په حکومت د خلقو اعتماد کم شوے دے او د هغوي له نظره طالبانو د افغان ولس امنيت نه شي ټينګولې.
يو افغان وګړي په فېس بک پاڼه کښې وليکل، د طالبان د حکومت د هغوي په قول ترټولو مهمه لاسته راوړونه امنيت ؤ، خو په قندوز کښې د نمنونځګزارو بې رحمانه قتل عام د طالبانو دغه لاسته راوړنه هم تر پوښتنې لاندې راوسته د دغه افغان وګړي د وېنا له مخې د قتل عام لړۍ بيا شروع شوې ده او حکومت د ولس د امنيت د ټينګولو ذمه وار دے.
له بلې خوا د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د وزارت مرستيال ذبيح ا... مجاهد د قندوز په جومات کښې ترهه ګريزه حمله وغندله او وې ويل، د هغوي اسلامي امارت به د دغې پېښې عاملان پېدا او سزا کړي.
دا په داسې حال کښې دي چې داعش تکفيري ډلې تېره شپه د دغې ترهه ګريزې حملې ذمه واري په غاړه واخېسته دغه جنايت پرون په قندوز کښې د جمعې د نمانځه په وخت رامنځته شو چې پکښې په سلګونو نمونځګزارو ګډون کړے ؤ.