افغانستان باندې له بې شرمانه یرغل بیا د امریکې تر ماتې پوري
د اکټوبر اووهمه په افغانستان باندې د امریکې د یرغل له کلیزي سره سمون خوري. په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د سپټمبر د یوولسمي پیښه په افغانستان باندې د امریکې د یرغل لپاره یوه پلمه شوه، امریکا ادعا کوله چي د سيپټمبر د یوولسمي بریدونه د القاعدې په وسیله په افغانستان کې پلان شوي وه، او په دغه پلمه یې د ۲۰۰۱ میلادي کال د اکټوبر د میاشتې په اوومه په افغانستان باندې یرغل وکړ چي ۲۰ کاله یې دوام وموند.
دغه اشغال پسله دوې لسیزي پای ته ورسېده، او امریکایي ځواکونه په شرمندګی او سرټیټی سره د ۲۰۰۱ میلادي کال د اګوسټ په ۳۱ له افغانستان څخه ووتل، د طالبانو ډله هم د روان کال د اګوسټ د میاشتې په ۱۵ د افغانستان واک په لاس کې واخیست او د افغانستان ولسمشر اشرف غني له دې هیواده وتښتېدل.
نن سبا اکثره کارپوهان په دې باور دي چي په افغانستان باندې د امریکې د یرغل هدف له تروریسم سره مبارزه نه وه، بلکې امریکا د چین او روسیې له سرحدونو سره د یوې فوځي اډې د جوړولو په لټه کې وه، تر څو له دې لاري د افغانستان په استراټیجیکه سیمه کې د حضور په ترڅ کې ایران، روسیه او چین تر نظر لاندې ونیسي.
البته د افغانستان د معادنو او د شتمنیو چور تالان او د مخدره موادو تجارت د دې ۲۰ اشغال د موخو له جملې څخه شمېرل کیږي.
په افغانستان کې د امریکې ۲۰ کلن نیواکګري، د افغانستان د ولس لپاره درني اقتصادي او بشري پایلې پر ځای پرېښودلې چي جبران یې ډېر ګران او حتی ناشوونې ښکاري.
امریکا په افغانستان کې د تیرو دوو لسیزو اشغال په دوران کې د افغان ولس لپاره یوازې کنډوالې او کډولی په میراث پرېښودل، په افغانستان باندې د امریکې تر یرغل وروسته په دغه هیواد باندې د هوایي بمباریو یوه لویه څپه پیل شوه چي له امله په لسګونو زرو افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، د واده او د ویري مراسمونه او مېلمستیاوې، مدرسې او جوماتونه د امریکایي ځواکونو له لوري بمبار شوې، دغه بریدونه د افغان ولس د درد او کړاونو د لا زیاتېدو سبب شوه.
د نړیوالو معتبرو رسنیو د راپورونو له مخې په افغانستان کې د امریکې په ۲۰ کلنه جګړه کې تر دوه لکه ۴۰ زره زیات افغانان په مستقیمه توګه وژل شوي او په سلګونه زره کسان ټپیان شوي دي.
په افغانستان کې د امریکې په ۲۰ کلنه جګړه کې تر ۷۰ زره زیات ملکي وګړي د ښځو او ماشومانو په شمول وژل شوي او په لسګونو زرو ملکیان ژوبل شوي دي.
په دغه موده کې له ۳۵۰۰ زیات بهرني فوځیان منجمله ۲۵۰۰ امریکایان وژل شوي او کابو ۲۰ زره امریکایي ځواکونه ټپیان شوي دي.
جالبه دا ده چي په افغانستان باندې د امریکا د برید یو تر ټولو لوی شعار له ټروریسم سره مبارزه وه، لیکن په تیرو ۲۰ کلونو کې نه یوازې د ټروریسم ګواښونه او بریدونه کم شوي نه دي بلکي د افغانستان د حکومت د مخکنیو چارواکو د وېناو له مخې په دغه هیواد کې د ترهګرو ډلو شمېر تر ۲۰ هم اوښتي دي.
یوه ترهګره ډله چي د امریکې په پټ او ښکاره ملاتړ سره په افغانستان کې رامینځ ته شوه، د داعش ترهګره ډله وه، دغه ترهګره ډله په افغانستان کې په تېره بیا په کابل کې په لسګونو خونړي بریدونه تر سره کړي دي.
اوس مهال د افغانستان اقتصادي بېخ بناوې وران شوي او د دې هیواد خلګ له نه څه ښاري خدماتو څخه برخور دي، په افغانستان کې د کارخانې او د صنعت چارې په ټپه درېدلي دي او د خلګو د اړتیاو ۹۰ سلنه د دغه هیواد له بهر واردیږي.
د افغانستان د دولت د رسمي شمېرنو له مخې، د دې هیواد ۵۵ خلګ د بې وزلی تر کرښي لاندې اوسیږي او تر ۴۰ سلنه زیات افغانان بې روزګاره دي، برق چي د نړۍ په هر یو هیواد کې له لومړنیو خدماتو شمېرل کیږي افغانان ترې بې برخه دي، اوس مهال د افغانستان د۶۰ سلنه خلګ له برېښنا څخه محروم دي، په داسي حال چي افغانستان د طبیعي ګازو له زیرمو برخمن دی خو هیڅ یو کور ته د ګازو پېپونه نه دی ورغلي او افغانان ګټه نه ترې پورته کوي او له بهر ګاز واردوي.
د نړیوالو ادارو د راپورونو له مخې اوس مهال د افغانستان نیم ولس بېړنیزو خوراکي مرستو ته اړتیا لري، د ملګرو ملتونو اداره خبرداری ورکړی چي افغانستان ته د نړیوالو ټولنو د مرستو د نه رسېدو په صورت کې به د افغانستان ۹۰ سلنه خلګ د بې وزلی تر کرښې لاندې شي.
د نفسیاتي له نظره هم د افغانستان ولس په ډېرو بدو شرایطو کې قرار لري، د نړیوالو معتبرو راپورونو له مخې د افغانستان ولس په نړۍ کې تر ټولو خواشینی ولس بلل شوي دي.
امریکا په داسي یو حالاتو کې د اګوست په ۳۱ خپل تر ټولو اوږد مهالي جګړې ته د پای ټکی کښېښوده چي دغه جګړه له دوه ټریلیون زیات د امریکې د خلګو لپاره لګښت لرل، امریکایي کورنیو د درنو مالي لګښتونو نه علاوه هره ورځ د خپلو بچانو د تابوتونو د راتلو کتونکي وه.