د قندوز د پېښې زخميانو ته سُني ځوانانو وينه اهداء کړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i106660-د_قندوز_د_پېښې_زخميانو_ته_سُني_ځوانانو_وينه_اهداء_کړه
د افغانستان زيات شمېر سني ځوانانو روغتونونو او شفاء خانو ته په ورتګ سره د قندوز د ترهه ګريزې حملې زخميانو ته وينه اهداء کړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 09, 2021 11:57 Asia/Kabul
  • د قندوز د پېښې زخميانو ته سُني ځوانانو وينه اهداء کړه

د افغانستان زيات شمېر سني ځوانانو روغتونونو او شفاء خانو ته په ورتګ سره د قندوز د ترهه ګريزې حملې زخميانو ته وينه اهداء کړه.

د قندوز د سيد آباد جومات د ځان وژونکې  حملې د شهيدانو او زخميانو د خپلوانو په نقل سره د افغان آوا د رپوټ له مخې د قندوز ولايت سنيانو د  شيعه ؤ تر څنګه له هغوي سره د خواخوږۍ په څرګندولو او روغتونونو ته د زخميانو په وړلو سره هغوي ته وينه هم اهداء کړه.

د قندوز د جنايت  ځپل شويو کورنيو وويل چې د دغه ولايت د روغتونونو او شفاء خانو مخې ته دومره زيات سني وروڼه راغونډ شوي وو چې چې د دغو روغتيائي مرکزونو مديران ورته راغلل او غونډ شويو کسانو ته يې اطمينان ورکړ چې وينې ته د زخميانو د ضرورت په صورت کښې به هغوي ته اطلاع ورکړي.

دغو کورنيو واضحه کړه چې د اسلام دښمنان د اسلامي مذهبونوترمېنځ د تفرقې اچولو کوشش کوي، خو پکار  دے پوه شي چې هيڅکله به په دې کښې کامياب نه شي.