نړیواله ټولنه دې دعاموافغانانو په وژلو بې پروائي ختمه کړي
د کندوز په جامع جومات کې پر لمونځ ګزارو د داعشي تفکیریانو په ځان مرګي حملې کې د شهیدانو شمیر یو سل پنځوس او د ټپیانو شمیر هم دوه سوه تنو ته رسیدلی دی .
زمونږخبریال راپور راکړ ، د افغانستان د حزب وحدت اسلامی مشر کریم خلیلي پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې په افغانستان کې د عامو بې ګناه خلکو د بوږنونکو و ژلو په نسبت د نړیوالې ټولنې او نړیوالو اورګانونو د بې پامۍ د پایلو په باب په خبرداري سره ووئیل ، که نړیواله ټولنه او نړیوال اورګانونه ددغو جنایتونو په وړاندې بې پروا او بې عمله شي ، نو دغه قتل عام او وژلې چې اوس ئې د مونږ د خلکو ژوند تریخ کړی ،سبا به دنورو لپاره هم ستر آفت او سرخوږی شي او په چټکۍ سره به پراخ شي .
د افغانستان د حزب وحدت اسلامی ګوند مشر دافغانستان د کندوز په یوه جومات کې د خداي په درګاه کې دسربسجود لمونځ ګزاروباندې د داعشي وحشیانو دحملې په غندلو سره زیاته کړې ، له داعش سره مبارزه د ټولو دنده ده .
وروستي راپورونه ښئ چې د کندوز په جامع جومات کې پر لمونځ ګزارو د داعشي تفکیریانو په ځان مرګي حملې کې د شهیدانو شمیر یو سل پنځوس او د ټپیانو شمیر هم دوه سوه تنو ته رسیدلی دی .