په ننګرهار ولایت کې د نفسیاتي ناروغانو شمیر په ډیریدو دی
ډاکتر اسدا... هاشمي وویل د جلال اباد مرکزي روغتون ته پر دې ولایت سربیره له کونر او لغمان څخه هم پر رواني ناروغۍ اخته ناروغان د درملنې په موخه راوړل کیږي خو دوې هغومره امکانات او اسانتیاوی چې لازمې دي نه لري.
زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ، دافغانستان په ختیز ولایت ننګرهار کې روغتیایی چارواکی وایی په دغه ولایت کې د نفسیاتي او روانی ناروغانو شمیر مخ په ډیریدو دی او ډیری ئې د پخوانی حکومت د امنیتی سیکټر عسکر او کارکوونکي دي .
د ننګرهار د عامی روغتیا روغتون د نفسیاتي او روانی ناروغیو دبرخې مسئول ډاکتر اسدا... هاشمی وایي پر نورو عواملو سربیره دکورنیو ناسم اقتصادی وضیعت او د بیکارۍ ډیرښت دوه نور هغه اساسی عوامل دی چې د روانی ناروغیو د کچې په لو ړوالي کې مهم رول لوبوي.
نور تفصیلات ئې زمونږ دخبریال په راپور کې په ګډه سره آورو .