په قطر کې امریکایانو او طالبانو بیا سره سترګې لاندې باندې شوې
امریکائي چارواکو له طالبانو سره په لیدوکاتو کې وئيلي دي دغه لیده کاته ،له طالبانو سره د عمل پالو تعاملاتو دوام ؤ او دغې ډلې ته د رسمیّت یا رواوالي دو رکولو په معنا نه ګڼل کیږي .
روئيټرز خبري آژانس راپور ورکړ،د امریکا خارجه وزارت په دغو لیدوکاتو پسې په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، طالبانو سره د دوي د څرګندونو په اساس نه ،بلکې د دوي د اقداماتو په اساس قضاؤت وکړي .
ددغې اعلامیې په بلې برخې کې راغلی دي،د طالبانو پلاوي په قطر کې په پرونیوخبروکې پر امنیتی او ترهه ګریزو اندیښنو،د امریکائی او نورو هیوادونو د ښاریزو او هم د افغانانو په امنیت سره د تیریدا اندیښنې درلودې او همداراز د بشري حقوق او د افغان ټولنې په ټولو برخو کې د میرمنو او انجونو د ګډون په شمول د بشری حقوقو پر موضوعګانو خبرې وکړې .
ددغه راپور په اساس ،امریکائي چارواکو له طالبانو سره په لیدوکاتو کې وئيلي دي دغه لیده کاته ،له طالبانو سره د عمل پالو تعاملاتو دوام ؤ او دغې ډلې ته د رسمیّت یا رواوالي دو رکولو په معنا نه ګڼل کیږي .
په عین حال کې د افغانستان خارجه وزارت دیوې اعلامیې په صادرولو سره وئیلي دي ،طالبانو په دغو خبرو کې پرامریکا غږ کړی،چې د افغانستان مرکزي بانک تړل شوي زیرمې او شتمنۍ دې خلاصې کړي ، څو په افغانستان کې د رامینځةکیدونکي انساني ناؤرین مخه ونیول شي
له افغانستانه دامریکاترهه ګرو پوځیانو په وتلو او د اشرف غني دحکومت په نسکوریدا پسې امریکا په امریکائي بانکونو کې د افغانستان کابو لس میلیارډ ډالر اسعارې زیرمې تړلي دي . نړیوالو اورګانونو هم ګواښ کړی که امریکا د افغانستان تړلي شتمنۍ خلاصې نه کړي او له کابل سره مالی او تجارتی محدودیتونه دوام وکړي و نو افغانستان به له یوه ستر انسانی ناورین سره مخ شی .