په قطر کې امریکایانو او طالبانو بیا سره سترګې لاندې باندې شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i106722-په_قطر_کې_امریکایانو_او_طالبانو_بیا_سره_سترګې_لاندې_باندې_شوې
امریکائي  چارواکو له طالبانو سره په لیدوکاتو کې وئيلي دي دغه لیده کاته ،له طالبانو سره د عمل پالو تعاملاتو دوام ؤ او دغې ډلې ته د رسمیّت یا رواوالي  دو رکولو په معنا  نه ګڼل کیږي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 11, 2021 08:44 Asia/Kabul
  • په قطر کې امریکایانو او طالبانو بیا سره سترګې لاندې باندې شوې

امریکائي  چارواکو له طالبانو سره په لیدوکاتو کې وئيلي دي دغه لیده کاته ،له طالبانو سره د عمل پالو تعاملاتو دوام ؤ او دغې ډلې ته د رسمیّت یا رواوالي  دو رکولو په معنا  نه ګڼل کیږي .

روئيټرز خبري آژانس راپور ورکړ،د امریکا خارجه وزارت  په دغو لیدوکاتو پسې په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، طالبانو سره د دوي د څرګندونو په اساس نه ،بلکې د دوي د اقداماتو په اساس قضاؤت وکړي  . 

 ددغې اعلامیې په بلې برخې کې راغلی دي،د طالبانو پلاوي  په  قطر کې په پرونیوخبروکې پر امنیتی او ترهه ګریزو اندیښنو،د امریکائی او نورو هیوادونو د ښاریزو او هم د افغانانو په امنیت سره  د تیریدا اندیښنې درلودې او  همداراز د بشري حقوق او د افغان ټولنې په ټولو برخو کې د میرمنو او انجونو  د ګډون په شمول د بشری حقوقو پر موضوعګانو خبرې وکړې .

  ددغه راپور په اساس ،امریکائي  چارواکو له طالبانو سره په لیدوکاتو کې وئيلي دي دغه لیده کاته ،له طالبانو سره د عمل پالو تعاملاتو دوام ؤ او دغې ډلې ته د رسمیّت یا رواوالي  دو رکولو په معنا  نه ګڼل کیږي .

  په عین حال کې  د افغانستان خارجه وزارت دیوې اعلامیې په صادرولو سره وئیلي دي ،طالبانو په دغو خبرو کې پرامریکا غږ کړی،چې د افغانستان مرکزي بانک تړل شوي  زیرمې او شتمنۍ دې خلاصې  کړي ، څو په افغانستان کې د رامینځةکیدونکي  انساني ناؤرین مخه ونیول شي

له افغانستانه دامریکاترهه ګرو پوځیانو په وتلو  او د اشرف غني دحکومت په نسکوریدا پسې امریکا  په امریکائي بانکونو کې د افغانستان  کابو لس میلیارډ ډالر اسعارې زیرمې تړلي دي . نړیوالو اورګانونو هم ګواښ کړی که امریکا د افغانستان تړلي شتمنۍ خلاصې نه کړي  او له کابل سره مالی او تجارتی محدودیتونه دوام وکړي و  نو  افغانستان به له یوه ستر  انسانی ناورین سره مخ شی .