ذبيح الله مجاهد:
غواړو روسیه د افغانستان په بیا رغونه کښې برخه واخلي
Oct 13, 2021 05:54 Asia/Kabul
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دوي د افغانستان بیا رغونه کښې د روسیې مرستو ته لیواله دي.
هغه له تاس خبري اژانس سره په مرکه کې زیاته کړه، چې افغانستان د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د متقابل احترام په بنياد د تعلقاتو رغولو ته ژمن دے او له ټولو هېوادونو غواړي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. مجاهد څرګنده کړه چې افغانستان په تېرو شل کلنو جګړو کښې ډېر ځپل شوے دے او د روسیې په شمول نور هېوادونه کولې شي د دغه هېواد په بیا رغونه کښې برخه واخلي. نوموړي تاکيد وکړ چې دوي تر هر څه وړاندې هڅه کوي په افغانستان کښې د روسیې په ډیپلومېټک شتون خبرې وکړي چې یاد هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني ځکه چې د ده په وینا دا چاره د نړیوالو مرستو او ملګرتياو د جلبولو لپاره مهمه ده.
ټیګونه