پخواني افغان چارواکي: طالبان د کندوز او کندهارد پېښومسؤول دي
د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزير مسعود اندرابي د وروستيو پېښو د غندنې ترڅنګ ويلي، چې طالبانو په افغانستان کې د القاعدې، داعش، او نورو ترهګرو ډلو ملتیا کړې او دلته يې د فعاليت زمینه ورته غوړولی دی.
يو شمېر مخکيني افغان امنيتي چارواکي طالبان په کندوز او کندهار ولايتونو کې د شيعیانوپر جوماتونو د وروستيو ترهګريزو پېښو له وجې مسوول ګڼي او وايي، چې طالبانو د ترهګريزو فعاليتونو له ترسره کولو سره په افغانستان کې نورو ترهګرو ډلو ته د فعالیت زمینه برابره کړې ده.
د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزير مسعود اندرابي د وروستيو پېښو د غندنې ترڅنګ ويلي، چې طالبانو په افغانستان کې د القاعدې، داعش، او نورو ترهګرو ډلو ملتیا کړې او دلته يې د فعاليت زمینه ورته غوړولی دی.
طالبانو ياد شوي بریدونه غندلي او د عاملينو د نيولو اوسزاکولو ژمنه يې کړې ده.
طالبانو په وروستيو کې د خپلو لیکو د تصفيې لپاره څو کميسونونه هم ټاکلي، چې ليکې يې له نامطلوبو کسانو څخه پاک کړي