د قندهار د ترهګرې حملې زخمیان ایران ته منتقل کړې شول
د افغانستان په قندهار ښار کښې په فاطمیه جامع جومات باندې د وروستۍ ترهګرې حملې ځینې زخمیان پرون د درملنې لپاره د ایران اسلامي جمهوریت ته منتقل کړې شول.
د افغانستان په قندهار ښار کښې په فاطمیه جامع جومات باندې د وروستۍ ترهګرې حملې ځینې زخمیان پرون د درملنې لپاره د ایران اسلامي جمهوریت ته منتقل کړې شول.
دغه کسان په قندهار کښې د درملیزو امکاناتو د نشتوالي او د طالبانو د لنډمهاله حکومت په غوښتنه د ایران اسلامي جمهوریت ته منتقل کړې شول ترڅو د ایران په روغتونونو کښې یې درملنه وشي.
پرون هم داشان په قندهار کښې د شیعه مسلمانانو په جومات باندې د ترهګرې حملې د شهیدانو او زخمیانو د کورنیو لپاره د ایران د انساني مرستو نهمه جوپه د هوا له لارې قندهار ته ورسیدله.
په دغه جوپه کښې ۲۵ ټنه خوراکي، صحي او درملیز مواد شامل دي.
د ویلو ده چې د داعش ترهګرې ډلې کسانو د تیرې جمعې په ماسپښین د افغانستان د جنوب په قندهار ښار کښې د امام بارګاه په نامه په بي بي فاطمه نومې جومات باندې حمله وکړه چې له امله یې لږترلږه ۴۳ لمونځ کونکي شهیدان او له سلو زیات نور زخمي شوي دی.