ماسکو نن او سبا د افغانستان په اړه د غونډې کوربه ده
مسکو به نن او سبا د افغانستان په تړاو د غوندو کوربه وي. په دې غونډه کې به د طالب مشرانو په وینا د دوی دریځ د مطرح کېدو لپاره د موضوعاتو یو بشپړ نوم لړ وړاندې شي.
ویل کیږي چې دې غونډې ته د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو په ګډون د سیمې او نړۍ (۱۱) هېوادونه ور بلل شوي دي.
دافغانستان د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې پلاوی یې له یوه روښانه دریځ سره دې غونډه کې ګډون کوي او په وینا یې پلاوی به یې په مسکو کې د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو د تامین دهڅې تر څنګ د طالبانو په رسمیت پېژندلو هم خبرې وشي .
مجاهد رسنیو ته ویلي چې سیمه کې یو شمېر هېوادونو ته یو لړ اندېښنې هم پیدا شوي چې په مسکو کې به په یاده غونډه کې په هغې هم خبرې وشي . او ترڅنګ به په سوداګریزو موضوعاتو هم بحث او خبرې ترسره شي . دراپورونو په اساس نوموړي ویلي چې طالبان مسکوکې د یو پکېج په لرلو سره ګډون کوي چې د هېوادونو سره خپل نظریات شریک کړي او ترڅنګ یې د هغوی نظرونه هم واوري.
راپورونه ښيي شونې ده ده د روسیې، چین، پاکستان او هند استازي د چهارشنبې په ورځ د طالبانو د رییس الوزرا د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ له ورغلي پلاوي سره په مسکو کې لیدنې کتنې ولري.
له بلې خوا راپورونه ښیي چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، تر اصلي غونډې مخکې د نن ورځې په ناستو کې هڅه کېږي چې د افغانستان د تحولاتو په اړه په یو ګډ دریځ باندې موافقه ترلاسه شي.
ویل کیږي امریکا هم دې ناستې ته وربلل شوې وه، خو تېر بېګا د امریکا بهرنیو چارو وزارت وویل چې د مسکو د دې اوونۍ ناسته کې امریکايي استازی ګډون نه کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د مسکو د غونډې مهمه موضوع د افغانستان په اړه د یوې سیمهییزې اجماع جوړېدل دي.
روسیه وايي، په نورو موضوعاتو د بحث ترڅنګ به، د طالبانو پر پلاوي د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو لپاره ټینګار وشي.
بلخوا ویل کیږي چې ایران هم غواړي د روانې میاشتې په وروستیو کې په ورته موضوعاتو د بحث لپاره د افغانستان د ګاونډیانو د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه غونډه جوړه کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیبزاده تېره ورځ رسنیو ته وویل، د تهران غونډه د اکټوبر په (۲۷) مه نېټه د یوې ورځې لپاره جوړېږي او منځپانګه یې په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت جوړېدل او د سولې او ثبات راتګ دی.
نوموړي زیاته کړې د دې غونډې کاري لایحه د تهران د هغه کنفرانس دوام دی چې وړاندې په انلاین ډول ترسره شوی و. (۶) هېوادونه به پر دې کار وکړي چې څه ډول کولی شي په افغانستان کې د ټولو قومونو څخه د یوه ټولګډونه حکومت جوړېدو او تر څنګ یې د دې هېواد سولې او ثبات سره مرسته وکړي.
ایران، پاکستان، چین، تاجکستان، ترکمنستان او ازبیکستان هغه هېوادونه دي چې د تهران په غونډه کې ګډون کوي.
له بلې خوا ویل کیږي چې هندوستان هم د نومبر په (۱۰) مه او (۱۱) مه د افغانستان ګاونډیان وربللي، څو په دې هېواد کې روان وضعیت وڅېړي.
دا په داسې حال کې ده چې په تازه ګۍ سره هند له افغانستان سره د (۵۰) زره ټنه خوراکي او روغتیایي توکو او طبي تجهیزاتو دمرستې اعلان کړی.